د امریکا سفارت د اردګان څرګندونې رد کړې

 
په انقره کې د امريکا سفارت، د ترکيې د جمهور رييس رجب طیب اردوګان د تيرې ورځې هغه څرګندونې، چې نړيوال ايتلاف د امريکا په مشرۍ له داعش نه ملاتړ کوي، په هکله سخت غبرګون وښود او دا څرګندونې يې رد کړې.
د امریکا دا نيوکه بیا د ترکيې لخوا هم له غبرګون سره مخ شوه او د ترکیې د واکمن ګوند وياند ويلي، چې امريکا په سوريه کې کردي ډلې (د دموکراتيک اتحاد ګوند)، چې له (پ.ک. ک) سره تړاو لري هم ملاتړ کوي، چې ترهګره ډله ده.
ویاند یاسين اکتای زياته کړې، چې ترکيه په عراق او سوريه کې د امريکا له سیاست نه راضي نده، او هيله يې څرګنده کړې، چې د ډونلډ ټرمپ په راتګ سره به د دې هېواد په سیاست کې بدلون راشي.