د خوشال بابا فکري بهير ۱۶۶ اوونيزې غونډې خبرتیا:

ډېرو درنو دوستانو السلام عليکم! نن (پنجشنبه) د مرغوميي ۹مه، د خوشال بابا فکري بهير ۱۶۶ اوونيزه غونډه ده. پدې غونډه کې د قرآن پاک د آيتونو تر تلاوت، د حديث شريف ژباړې او ملي او نړيوالو مهمو مسايلو تر کتنې وروسته ښاغلی رحمت الله جمالزی ژباړې ته د ورپېښو ننګونو او حل لارو په اړه يو په زړه پورې پرېزنټېشن لري. ورپسې ښاغلی ډاکتر نصرت رسا د ملي غرورو په اړه يو ډېر مهم بحث لري. په پای کې هم ځانګړې وينا په پام کې نيول شوې ده. هيله ده چې دغې مهمې او ګټورې غونډې ته هم پر ټاکلي وخت تشريف راوړئ او نور دوستان هم درسره خبر کړئ. دا به لا غوره وي، که خبرتيا د اېمېل او فېسبوک له لارې هم شريکه کړئ. وخت: پنجشنبه د مرغومي ۹ مه، ماسپښين دوه نيمې بجې ځای: له پل محمود خان څخه د شش درک پر لوري لومړۍ کوڅه، په کوڅه کې ښي لاسته درېيم کور په ډېر درنښت