
په پېښور کې د يوشمير افغان ليکوالو او شاعرانو لخوا «د افغان کلتوري ټولنې» په نوم فرهنگي بنسټ کېښودل شو.
په دې اړه د پېښورد مهاجرو په رياست کې غونډه شوه چې په کې گڼو ليکوالو او د ادب مينه والو برخه واخېسته.
لومړى د ټولنې پر نوم يووالى څرگنده شو ( افغان کلتوري ټولنه) ورته غوره کړل شو.
ټولنې ته د لنډ مهال لپاره ښاغلى فضل مولا توره کې مشر، رحمت الله صميم مرستيال، فضل قادرانډيوال منشي او عبدالرحمان افغانيار يې وياند وټاکل شول.
د کړنلارې (اساس نامې ) لپاره جرگگۍ وگومارل شوه چې مشري به يې ښاغلى امان الله (نصرت ) کوي ، مرستيال به يې نصرالله بيتاب او غړي به يې فضل مولا توره کى ،رحمت الله صميم ،عبدالرحمان افغانيار، فضل قادرانډيوال او جان محمد زرگر وي.
دکړنلارې ترجوړيدو او منل کيدو پورې به لنډ مهاله کابينه کار کوي په دې غونډه کې
په پېښور کې د مهاجرو چارو مشرډاکټرعبد الحميد جليلي ،امان الله نصرت ،حاجي رسول خان ، ظفرخان ظفر، فضل مولا توره کي ، فضل قادرانډيوال ، رحمت الله صميم، نصرالله بيتاب ،محمدعالم نويد ، محسن صديقي ،نذيراحمد مختار، جان محمد زرگر ،غازي اجمل افغان ،نثارمحمد اگامي ، عبدالرحمان افغانيار ،شاکرالله سباوون ،صفي الله ،او داود جبارخيل برخه واخيسته او وروسته خپلواکه او ازاده مشاعره وشوه.