د لویانو خبرې او فکرونه(۱۲برخه)

 
تاریخ موږ ته داسې ښودنه کوي، چې له تېر څخه د راتلونکې لپاره څه درس او عبرت واخلو. «فردیش فون شیللر»
لويي په جنګ او زورواکۍ کې نه ده بلکې د ستونزو پر وړاندې مقاومت کولو کې ده.
تاریخ یو بې چلوونکي خپل سری ماشین نه دی بلکې هر څه، چې وغواړو تاریخ مو همغه ډول کولای شو. «ژان پل سارتر»
په کوم عصر کې، چې کوم نسل اوسېږي هغه نشي کولای خپل عصر یا همغه پېړۍ و ارزوي او نظر یا قضاوت پرې وکړي یعنې دوی نه بلکې راتلونکي نسلونه به د دوی په عصر او تاریخ باندې قضاوت کوي. «ګوستاولوبون»
هېڅ داسې تاریخ شتون نه لري، چې حسد، کینه او تېروتنې ونلري. «یوهان ولفګانګ ګوته»
تېر وخت هغه څه دی، چې هر څومره ترې ډېر لرې شو، نو همدومره ښکلی کېږي. «آنتوني رابنز»
تاریخ د خلکو له ګمراه کولو پرته بله ګټه نه لري. «ناپلئون بناپارت»
هر څوک، چې په تاریخ پوه شي هم په تېر وخت کې ژوند کوي او هم په حال کې. «لفرد روز نبرګ»
د نړۍ د پېښو د تاریخ مرور دا ښئي، چې تر ټولو لوی لوی جنایتونه ټول په کوچنیو لاسونو ترسره شوي. «آګا را دو»
محمداکبر حقمل معینزی