اوباما: ټرمپ مې ماتولی شو که درېیم ځل ولسمشر کېدای شوی

 
د امریکا ولسمشر بارک اوباما په یوه نوې مرکه کې ویلي، که اجازه ورکړل شوې وای، د ولسمشرۍ درېیم پړاو ټاکنو ته یې ځان نومولی وای، د ډېری امریکایانو په ملاتړ به یې له ډونالډ ټرمپ مشري ګټلې وای. خو د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ټرمپ پر خپل ټویټر لیکلي چې دا کار ناشونی دی.
ټرمپ وايي، اوباما د خپلې واکمنۍ پرمهال په بهر کې امریکایانو ته د کار موندلو، د داعش ډلې پرضد جګړې او روغتیايي بیمې قانون عملي کولو کې پاتې راغلی دی.
اوباما، چې د امریکا د اساسي قانون له مخې درېیم ځل ولسمشرۍ ټاکنو ته نه شي نوماند کېدلی، له خپل مخکیني سلاکار ډیویډ اکسلروډ سره په یوه مرکه کې، چې پر انټرنېټ خپره شوې، ویلي چې امریکایانو د ده نظر او لیدلوری تاییداوه.
د امریکا ولسمشر زیاتوي "ډاډه یم که زه بیا ټاکنو ته ولاړ وای او په ښکاره مې خپل دریځ روښانه کړی وای، زما په باور به د امریکا ډېری وګړو زما دریځ تایید کړی وای".
د نوموړي اشاره د ۲۰۰۸ کال ولسمشریزو ټاکنو ته وه چې ټاکنیز شعار یې پر هیلې او بدلون ولاړ و. دی ټینګار کوي، د امریکا ولس لاهم د ده نظر تاییدوي.
د اغلې کلنټن ویاند برایان فالون پخپل ټویټر لیکلي، اوباما به ټرمپ ته ماتې ورکړې وای او که د څېړنو د دفتر مداخله نه وای کړې، نو کلنټن به بریالۍ شوې وای.
اوباما پخپله مرکه کې ویلي، کلنټن په ډېرو پېچلي او ستونزمن وضعیت کې ښه فعالیت وکړ او د ټرمپ د منګولو لګولو پروړاندې یې مبارزه وکړه.