پاکستان کې د زهري شرابو څښلو ۲۶ کسان ووژل

 
د پاکستان د پنجاب ایالت په ټوبه ټیک سینګ سيمه کې د زهري شرابو د څښلو له امله ۲۶ کسان وژل شوي دي.
د ټوب ټیک سینګ په مبارک اباد کې د پولیسو يوه افسر محمد ندیم رسنيو ته ویلي، د شرابو د څښاک له امله تر۴۰ ډېر نور مسموم شوي دي چې ځايي روغتون ته لېږدول شوي دي. نوموړي ويلي، چې د ډسمبر په ۲۵ مه او ۲۶ مه ځايي عیسویانو د خپل مذهبي اختر د نمانځلو مراسمو کې شراب څښلي وو.
محمد ندیم دا هم ويلي، چې دوو عیسویانو د شرابو راوړلو مسوولیت درلود، په خپله سیمه کې یې نه وو موندلي او له بل ځایه یې راوړي وو.
په سیمه کې له شکمنو کسانو پوښتنې روانې دي او د نیولو لپاره یې عمليات هم پيل شوي دي.