د لوېدلې روسۍ پوځي الوتکې تور بکس موندل شوی

 
د روسیې دفاع وزارت وايي، چې د لوېدلې روسۍ پوځي الوتکې تور بکس موندل شوی دی. توپولوف ۱۵۴ ډوله روسۍ پوځي الوتکه د تېرې یکشنبې په ورځ له مسکو څخه الوتلې وه او د روسیې لاذقیه کې د روسیې پوځي اډې ته یې د الکسندروف پوځي موسیقۍ ډله او پوځيان د کریسمس مراسمو کې د ګډون لپاره لېږدول، چې الوتکه له الوتلو ۲۰ دقیقې وروسته د سوچي ښار تور سمندرګي په اوبو کې د رادار له پوښښه ووتله.
د روسیې دفاع وزارت پرون وویل، د لټون ډلې د لوېدلې الوتکې له ټوټو سره تور بکس پرون سهار د تور سمندرګي څنډې ته یونیم کیلومتر لېرې وموند.
د دفاع وزارت ویلي، موندل شوی تور بکس یې د الوتکې د لوېدو د لامل معلومولو لپاره سم لاسي مسکو ته استولی دی.
د روسیې دولتي تلوېزیون د لټونکې ډلې ځینې انځورونه خپاره کړي چې ظاهراً ښکاري تور بکس ورسره دی.
دولتي چارواکي وايي، د لټون عملیاتو لپاره یې درې زره او پنځه سوه کسان ګومارلي، چې ۴۵ بېړۍ او ۱۹۲ غوټه وهونکي هم پکې دي. په دې عملیاتو کې بې پیلوټه الوتکې هم مرسته کوي. تر اوسه د ۱۲ کسانو مړي او د الوتکې ځینې ټوټې موندل شوې دي. روسي چارواکو تر اوسه د الوتکې د لوېدو د لامل په اړه څه نه دي ویلي.
ښکاري چې پیلوټ د الوتکې له تري تم کېدا وړاندې د څارنې له څلي سره کومه اړیکه نه ده نیولې او الوتکه کې د تخنیکي ستونزې رامنځ ته کېدو راپور هم نه دی ورکړل شوی.
ځینې کارپوهان وايي ناڅاپه د الوتکې تري تم کېدل سړي ته دا ذهنیت ورکوي چې ګني الوتکه کې به چاودنه شوې وي.
روسیه له تېر یوه کال راهیسې سوریه کې د بشارالاسد وسله والو مخالفانو پرضد هوايي بریدونه کوي.