
دملي امنيت شورا دتېرې پنجشنبې په ورځ كونړ ته دلسو تنو ځوانانو دوژنې پېښې دڅېړلوله پاره داستول شوي هيأت رپوټ واورېد .
دملي امنيت شورا په داسې حال كې چې دښوونځي دلسو تنو زده كوونكيو وژنه يې وغندله،يوځل بيايې په عملياتو كې دلازياتې همغږۍ په اړتيا اودملكي تلفاتو پر مخنيوي ټېنګار وكړ.
دملي امنيت شورا غونډې همدا راز دافغانستان دولت ته دهغوكسانو سپارلو غوښتنه وكړه چې دبې ګناه ځوانانو دشهادت سبب شول.
په همدې ډول دلويې پكتيا قومي شورا ګواښ وكړ چې كه په افغانستان كې بهرني ځواكونه خپلسري عمليات اودملكي وګړيو ځورول بندنه كړي په لاريونونو به لاس پورې كړي.
داپه داسې حال كې ده چې دبريتانيا چاپ ګارډين ورځپاڼې ليكلي دي: ((په افغانستان كې دبهرنيو پوځيانو له لوري دافغان ملكي وګړيو وژنې سره ګواښونه مخ په ډېريدو دي افغانانوته دامهمه نه ده، چې بهرني ځواكونه دڅه له پاره افغانستان ته راغلي،بلكې داورته مهمه ده، چې بياهم بې ګناه خلك وژل كېږي.))
داسې اټكل كېږي چې دلندن په راتلونكي غونډه كې به دبهرنيو وسله والو له خوا دملكي خلكو دسرزيان داجندا مهمه برخه وي.
عامه افكار په دې باور دي چې كه دملكي اوبې ګناه خلكو دسردزيان مخنيوى ونه شي او دعملياتو په بهېر كې افغاني وسله والو ځواكونو سره همغږي ونه شي.دبهرنيو ځواكونو هغه نېكې پيرزوينې چې دترهګرو د مخنيوي،او دامنيت په راوستلو دهېواد دبيارغاونې او ... په برخو كې يې كوي، هغه به ترخپل سيورې لاندې راولي.او هم به داكار ددې سبب شي چې له دغه اړخه قهرېدلي خلك له مخالفينو سره يوځاى او دهغوى ليكې به پياوړې كړي.
دغه راز دهلمند ولايت يواستازي تېره اونۍ دولسي جرګې په تالار كې دښاغلي كرزي لخوا ولسي جرګې ته دمعرفي شويو وزيرانو دراى وركولو په بهېر كې په فوق العاده ډول نوبت واخيست اوپه هلمند كې يې دايساف ځواكونو لخوا دخلكو سره په ناوړه سلوك اوظلم څرګندونې وكړې.
داسې ښكاري چې په افغانستان كې دايساف دځواكونو لوى قوماندان ښاغلى مك كريستال دتوظيف كېدو په لومړيو ورځو كې خپلې ژمنې چې دافغانستان دملكي خلكو دسر اومال د خونديتوب په اړه يې كړې وې،هېرې كړې دي.
څرنګه چې ټول پوهېږو چې هرعمل ورته عكس العمل رامنځ كوي په دې برخه كې هم دايساف دځواكونو لخوا دافغانستان دخلكو ځورول،بې ځايه او خود سره تلاشۍ،دښځو اوماشومانو وهل ټكول اودبې ګناه خلكو نېول او بنديانول آن تر وژنې پورې،به ضرور ځينې داسې عكس العملونه رامنځ ته كړي چې پايلې به يې افغانانو او دنړيوالې ټولنې لپاره ډېرې بدې وي.افغاني كارپوهانو په كراتو كراتو نړيوالې ټولنې او دهغوى پوځي مسؤلينو ته مشوره وركړى اوپه كراتو كراتو په ګډو غونډو كې پرېكړې شوې چې دهېواد په ولايتونو اوولسواليو كې تلاشي اوپوځي عمليات بايد دمحلي مسؤلينو اوملي اردو سره په تماس، تفاهم او همغږۍ كې ترسره شي.خو داپرېكړې او دايساف دځواكونو دنظامي مسؤولينو ژمنې په عمل كې پلې نشوې.
نوځكه اكثره افغانان داسې انګېري چې بهرني ځواكونه راغلي ديو هدف لپاره دي خوپه عمل كې بل څه ترسره كوي.
كه دا وضعه په همدې ډول دوام وكړي طبيعې ده چې خلك نور مضرمصلحتونه نشي زغملاى او له مجبوريته به سرتاسري عكس العمل ته لاس واچوي.
ځكه خودناتو او ايتلاف ځواكونوته ښايي چې دافغانانو د خوابدي اونهيلي كېدو ددغه مهم عنصر چې هغه دملكي اوبې ګناه خلكو وژنه اوټپي كېدل دي په كلكه مخنيوى وكړى.