كرزى صاحب انتخاب دې مبارك خو بار دې نور هم دروند شو

د هغې اعلاميې په ترڅ كې چې د انتخاباتو د خپلواك كمېسيون له خوا پرون صادره شوه، دويم ځل انتخابات چې ټاكل شوې وه د لړم د مياشتې په ۱۶ مه ترسره شي لغوه اعلان او ښاغلى حامد كرزى يې د پنځو راتلونكيو كلونو له پاره د منتخب جمهور رئيس په حيث اعلان كړ.
د انتخاباتو خپلواك كمېسيون دغه پرېكړه په داسې حال كې وكړه، چې ښاغلي ډاكټر عبدالله عبدالله د خپل نه گډون پرېكړه  دتېرې يكشبې په  ورځ د لويې جرگې په خېمه كې د يوې غونډې په ترڅ كې اعلان كړه.
د انتخاباتو خپلواك كمېسيون د دې لپاره چې ښاغلى حامد كرزى، د يواځني پېشتاز كانديد په توگه پاتې شو او د ولسمشرۍ كانديدانو په ډله كې تر ټولو د زياتو رايو گټونكى و نو ځكه  له قانون سره سم يې د منتخب جمهور رئيس په حيث وپېژاند او د جمهوري رياست له كانديدانو څخه يې وغوښتل چې د انتخاباتو د خپلواك كمېسيون د پرېكړې درناوى وكړي.
حامد كرزي چې د دويم ځل له پاره په افغانستان كې د انتخابي جمهور رئيس وياړ ترلاسه كړ ورسره يوځاى د ولس يو دروند مسووليت يې پر غاړه پرېووت.
 زياتره كارپوهان په دې باور دي چې جمهور رئيس حامد كرزى د تېرو پنځو كلونو په پرتله اوس د زياتې تجربې او د پوره سياسي بصيرت خاوند دى او افغانستان ته په اوسنيو حالاتو كې په ورپېښو ستونزو پوه او كولاى شي چې، د ولس او نړيوالو په مرسته هېواد له ستونزو او بحران څخه راوباسي او افغانستان به د سولې خواته رهبري كړي.
 افغانان په دې باور دي  چې جمهور رئيس حامد كرزى به په هېواد كې د يوه مصلح شخصيت په توگه خپل قانوني واكو نه د اساسي قانون په رڼا كې وچلوي. او خپل پام به هغو نيوكو ته چې په آګاهانه او يا ناآګاهانه ډول د فساد د شتون په اړوند دولتي ادارو ته راجع كېږي، واړوي.
تمه ده چې ښاغلى كرزى به خپلې هغه ژمنې چې د انتخاباتي كمپاين پر مهال له ولس سره د هېوادني ژوند په بېلابېلو برخو او په ځانگړي ډول له مخالفينو سره يې د سولې په اړوند كړې وي پوره كړي.
 جمهور رئيس حامد كرزى چي په هېواد كې د ملې مشاركت اصولو ته درناوى لري دا مفكوره يې د ستاينې وړده.
 د خلكو هيله له جمهور رئيس څخه داده چې ملي مشاركت ښايي چې د استعدادونو، وړتياوو، خدمت گزارۍ او هيواد ته د صداقت پر بنسټ جوړښت ومومي.
موږ ښاغلي حامد كرزي ته د جمهور رئيس په حيث د بيا انتخاب له امله مباركي وايو او د جمهوري رياست د دندو په اجرا كې ورته تر پخوا د لازيات برياليتوب هيله كوو.