
www.mirranay.com
لوی ننګرهار، تل زرغون ، دعلم او ادب زانګو، دسولې کور د ګران هېواد افغانستان ختيځه سيمه ده ، چې ولسونو يې تل د تاريخ په اوږدو کې د خپل ګران هيواد لپاره په بيلا بيلو ډګرونو کې له هيڅ راز قربانۍ دريغ نه دی کړی د دغه خاورې يو ميړنی بچی استاد يوسف ميړنی هم و، چې په هېواد کې يې دسولې او هوساينې لپاره ډيره مبارزه کړې او په دغه لار کې يې تر نن ورځې مړی او ژوندی ورک دی ، خو ياد به يې تل ژوندی وي ځکه وايې ميړونه مري خو نومونه يې پاتې کيږي ، په همدې پلمه د ننګرهار ځينې ځوانانو هوډ کړی چې په تاريخ کې د استاد ميړني د کارنامو او مبارزو د ژوندي ساتلو او ځلولو په موخه يوه ويب پاڼه جوړه کړي چې دادی د خدای جل جلاله په فضل دغه ويب پاڼه په ليکه شوې او ستاسې په مخکې ده .ګران لوستونکي کولای شي چې د افغانستان ، سیمې او د نړۍ تازه پيښې او خبرونه په دغه ویب پاڼه کې وګوري.
ستاسو هر رنګه همکاري موږ ته ویاړ رابښي