د جدي شپږمه د شوروي یرغل په مناسبت طالبانو اعلامیه:

د جدي په شپږمه د شوروي یرغل په مناسبت د اسلامي امارت اعلامیه
بسم الله الرحمن الرحيم
له اوس نه ۳۷ کاله مخکې د ۱۳۵۸ هجري لمریز کال د جدي د میاشتې په شپږمه دوخت شوروي اتحاد زموږ په ګران  هیواد افغانستان پوځي یرغل وکړ.
د کمونیستي نړیوال طاغوت لخوا زموږ په غریب او بیچاره اولس پوځي یرغل زموږ مؤمن هیوادوال له سخت ازمون سره مخامخ کړل. که یې خپل ضعف او ددښمن قوت ته په نظر کولو سره د کمونیستي کفر په وړاندې  تسلیمي غوره کوله نو اسلامي عقیده، دیني ارزښتونه او افغاني ثقافت یې له منځه تلل او راتلونکي نسلونه یې د نورو کمونیست ځپلو مسلمانو اولسونو په شان د مطلقې ګمراهۍ او له دین څخه د پردیتوب له خطر سره مخامخ کیدل او که د زورور غلیم په مقابل کې یې په تش لاس مقابله کولای نو باید درنو تلفاتو، مصیبتونو، هجرتونو او زیانونو ته یې تن ایښی وای. خو زموږ مؤمن اولس د خپل دین او عقیدې د ساتلو په موخه د شوروي زبرځواک په خلاف مسلح مقدس جهاد پیل کړ تردې چې د څوارلس کلن جهاد او درنو قربانیو په برکت یې کمونیستي کفر ته شکست ورکړ او خپل هیواد او ټوله نړۍ یې له دې هلاکوونکي طاعون څخه په امن کړه.
نن سبا ځینې منحرف او ظاهربین خلک د شوروي په خلاف د افغانانو جهاد یوه بې ګټې او زیانباره جګړه بولي؛ خو دوی دې ته فکر نه کوي چې که افغان اولس د کمونیستي دهریت د هر اړخیز یرغل په وړاندې تسلیمي اختیار کړې وای او د هغوی کفري افکار او عقاید یې منلې وای نن سبا به  یې حال څه ډول وای؟ معلومه خبره ده چې نن به دې اولس ته د اسلام په نوم کومه صحیح عقیده او عمل نه وای ورپاته بلکې دنورو کمونیزم ځپلو مسلمانانو په شان به د عقیدې، سیاست، تعلیم، فرهنګ، اقتصاد او د ژوند په ټولو اړخونو کې له اسلام څخه منحرف او له خپل ماضي څخه پردي شوي وای.
خو لله الحمد چې زموږ اولس دنیوي مشقات، ستړیاوې او قربانۍ ومنلې اما له  اخروي او تلپاتې هلاکت څخه یې ځان او خپل راتلونکي نسلونه وساتل.
د جدي په شپږمه د شوروي یرغل د پیل د ورځې د رارسیدو په مناسبت موږ لکه څنګه چې د شوروي یرغلګرو کرغیړن او ظالمانه یرغل غندو د افغانستان اوسنیو یرغلګرو  امریکایانو اود هغوی ملګرو ته هم ورپه زړه کوو چې د شورویانو له انجام څخه عبرت واخلي، لکه څرنګه چې شوروي ځواکونه له خپل زر او زور سره د دې ولس په وړاندې په ګونډو شول، امریکایان به هم ورته برخلیک لري، د اضافي زور ازمویلو او یرغل اوږدولو پر ځای دې د خپل ظالمانه اشغال په پای ته رسولو هرڅه ژر فکر وکړي او افغان اولس دې پریږدي چې په صلح او امنیت کې په ژوند کولو سره د دیرش کلنې جګړې څخه ورپیښ زخمونه پټۍ کړي.
*دافغانستان اسلامي امارت*
۱۴۳۸/۳/۲۶ هـ ق
۱۳۹۵/۱۰/۶هـ ش ــ 2016/12/26م