دکېنو او مالټې ګټې ...

 
دژمي په موسم کې له مالټې بله ګټوره مېوه نشته، دا پریمانه ویټامین سي لري، چې دزکام او ریزش طبیعي درمل دی، مالټه د انفلونزا میکروب له منځه وړي، طبیعي معادن لري، چې دانسان دبدن لپاره ګټور دي، روغتیايي کارپوهانو دمالټې ګټې داسې راپه ګوته کړي دي:
۱-  دزکام او انفلونزا مخنیوی کوي.
۲- دسترګو دید پیاوړی کوی، دماشومانو لپاره یې ګټه بیخي ډېره ده.
۳- ښه ډېر ویټامین A لري، که ښځه یې دحمل پرمهال وخوري، ګټه یې ورته ډېره ده، ځکه دوینې دحجرو په جوړولو کې مرسته کوي.
۴- دګونځو مخه نیسي، ځکه کولاجین لري. دانسان مخ تازه ساتي.
۵- دانسان دبدن دفاعي ځواک پیاوړی کوي، دسرطاني تومور مخه نیسي.
۶- دانسان دبدن دحجرو په ساتنه کې مهمه ونډه لري، دسرو کرویاتو لپاره هم ښه ده.
۷- دحامله ښځې او هغه لپاره، چې ماشوم ته شیدې ورکوي، ډیره ګټه رسوي.
۸- دوینې شکر تنظیموي.
۹- دکولسټرول کچه او سلنه  هم تنظیموي.
۱۰- دزړه، ګردو او هاضمې سیستم ته ګټه رسوي.
۱۱- دلوړ فشار، دهډوکو کمزورۍ مخه نیسي.
۱۲- دځیکر دسرطان مخه نیسي، همدا راز دځیکر دپړسوب مخنیوی کولای شي.