هند داسې مزایل په بریالیتوب ازمویلی چې یوازې پنځه نور هېوادونه یې لري

 
هند خپل څلورم اوږد واټن ویشتونکی میزائیل چې Agni-V نومیږي، په بریالیتوب وازمایه. دغه توغندی د اټومي خولیو د لیږدولو توان لري او کولای شي چې په ٥٠٠٠ کیلو میترۍ کې خپل اهداف په نښه کړي. دغه له ځمکې، ځمکې ته میزایل چې ۱۷،۵ میتره اوږد او ۵۰ټنه وزن لري د دوشنبې په ورځ د ارویسا ایالت په عبدالکلام ټاپو کې وازمایل شو او د استرالیا اوبو ته نژدې په آرام سمندر کې پریوت. په نوي ډهلي کې میشت د د دفاعي څیړنو د انستیتوت څیړونکی اجی لی لی، وایي دغې ازموینې وښوده چې د Agni-V میزایلونه فعاله دي. دغه نوی میزایل هند ته ددې چانس ورکوي چې د سیمه ییز ځواک په توگه پرمخ ولاړ شي. په اوس کې یواځې چین، فرانسه، روسیه، متحده ایالات او بریتانیا اوږد واټن ویشتونکي وسلې لري چې د اټومي سرگلولو د لیږدولو توان لري. د اټومي چارو پوهانو ویلي دي چې د هند په دغه نوي Agni-V میزایل کې له داسې تکنالوژۍ نه استفاده شوې چې میزایل ته پرې لارښونه کیدای شي.