ټرمپ د اوباما وروستي ۷۰ سلنه فرمانونه لغوه کوي

 
ټرمپ د ولسمشر اوباما وروستي اویا سلنه فرمانونه بېرته لغوه کوي. د امریکا د سنا پخواني مشر نیوت ګنګریچ چې اوس د ټرمپ د ټیم نږدې کس دی، فاکس نیوز ته ویلي چې ښايي ټرمپ د لوړې تر مراسمو وروسته د ولسمشر اوباما ۷۰ سلنه وروستي ورکړل شوي فرمانونه لغوه کړي.
د هغه په وینا د اوباما اداره نانځکې ته ورته دی چې که یې هوا وباسې نو حجم به یې کم شي. د ده په وینا اوباما ډېر داسې کارونه کړي چې امریکا ته یې هېڅ ګټه نه ده رسولې او یوازې د خپل حکومت ظاهر یې سمبال کړی دی.
دده په وینا د اوباما ګڼ فرمانونه د امریکا په زیان و او که لغوه نه شي نو دا زیانونه به ډېر شي. دغه پخواني سناتور په ښکاره توګه د کوم فرمان نوم نه دی یاد کړی.