روسان چا مات کړل ؟؟   

  روسانو يرغل کړې وو. يرغل ې هم د خپل وخت علماء کرامو او هم  نړۍ( ملګري ملتونو) د افغانستان په خاوره تېرې او په مقابل کې مبارزه دواړو تائيد او برحقه بللي وه. يانې هم ې ديني اړخ درلود او هم ې نړيوالو قوانينو پخلې کاوه. نو بناً د بې شرمه يرغل دفاع او په مقابل کې په سپيڅلې جهاد رد مه کوئ .دا د يخو او ګرمو اوبو کيسې او مفروضې وروسته خبرې دي...    دوهم دا چې اختلاف کوئ ، نيمګرتياوې وي او لا شته . خو تر تاسې زياتې نه وى ، شروع تاسې کړې وه . په هغې چه نور ملامتوئ ؛ اصلاً بنياد ې تاسې ايښودې وو...  خو د دې ټولو اختلافاتو سره دا مه وايي چه روس بل چا مات کړې دى.   ګاونډيان ، د سيمې هېوادونه او نړۍ حتمي پکې وروسته يا له ځنډ په يو نه يوه بڼه دخيله شوه ؛ خو اساسي رول ستا او زما د وطن د خړو شازلميانو وو ؛ خير دى که ته ورسره فکري اختلاف لري ؛ مېړانه خو ې مې پټوه.   که افغانان نه واى روسان هيچا نشوماتولې. *په ټول غرب کې د روس د مقابلې هېواد امريکا وه او امريکا په ويتنام کې دومره بد بد وهل خوړلې وو ؛ چې بل ځاې ې روس ته پورته نشو ليدلې.  که امريکايان دومره هم تورزن وو نو د ويتنام جنګ به ې ګټلې وو.  هغوې ذهناً دې ته اماده وو چې افغانستان هم د مرکزي اسيا د هېوادونو په څېر د روس مقبوضه ومني..   *د عربو په ځمکه موجود ديني مقدساتو ته سلام خو عربان دومره تکړه نه وو چې روسان مات کړي ؛ هغوې غريبانو خو په شريکه يو اسرائيل مات نه کړ ؛ فلسطين ې ازاد نه شو کړې.  د روس پشان لوى خامار چه نزدې د ټولې عربي نړۍ هومره مرکزي اسيا ې خيټه کې پرته وه ، څنګه مات کړې وو؟   *پاکستان ځانته حيران وو ؛ د ځان خير ې غوښته.  تازه په تازه ترې بنګله ديش بېل کړاى شوې وو، پاکستان عملاً  ناکام شوې وو . چې خپل وجود له تجزيې وساتي. نوي زره پوځيانو او وسلوال ې بنګله ديش کې تسليم شوې وو. هيڅ امکان نلري چې يو هېواد پداسې شرايطو کې چې د خپلې بقا يا لږ تر لږه سالميت جنګ ې بايللې وي ؛ د روس پشان زبر ځواک مات کړي...   دې کې هيڅ شک نشته ؛ چې د نړۍ مسلمانانو د خپلې ديني مسووليت د ادا کولو ، ځينې هېوادونه د خپلو منافعو په خاطر د افغانانو تر څنګ ودريدل ، اما د دوى ټولو لپاره تشويقونکې عنصر د افغانانو مبارزه او سرښندنه وه. که افغانانو په تش لاس د خداى په توکل بسم الله نه واى کړې ؛ هيڅوک به مخې نه واى راغلې. ځکه نو بايد د هر فکر او سوچ خاوند ځوان دا ومني ؛ چې روسان افغانانو مات کړل ، ولو که دې د روسانو خواخوږي هم وي ، د خپل کور وياړ دې ناحقه پرديو ته نه ورکوي.  پښتانه وايي تربور مړ کړه خو مړې لمر ته مه کشکوه.!! --------------------