
پر کندهار مسلط امنيتي چارواکي چې ډېرى يې کرايي قاتلين قاچاقبرانو غله، اخلاقي فساد کې ککړ، د هند او امريکايي استخباراتي شبکو ايجنټان دي.
د يوې جهادي او ادبي کورنۍ ځوان (بشیر احمد ريان) چې ايله يې د ژوند دوه ويشتم پسرلى روان و د خپل پوهنتون څخه اوچتوي او د تعذيب او شکنجې وروسته يې په شهادت رسوي...
داسې يو ځوان شهيدوي چې په خپله کم عمرۍ کې يې تراوسه تر ٢٢ پورې آثار ليکلي يا ژباړلي وو.
د همدې ترڅنگ په بگرام کې په رڼا ورځ وحشي امريکايانو د يوې کونډې سپين سرې مور ٢٠ کلن بېگناه زوى تش د شک په بنياد په مرميو سورى سورى کوي او په شهادت يې رسوي.
خو له بلې خوا د جان کيري د فارمولې پيداوار گډ حکومت پر ځاى د دې چې مسووليت ومني څه غبرگون او عکس العمل وښيي، يا خو چوپ ناست دي او يا د خپلو انځورونو په لانجو بوخت دي.
د حمل مياشت نيمايي ته ورسېده اما د نوروز د شپې څخه شروع شوې د عطاء او دوستم ناندرۍ لا پاى ته نه رسيږي. د نوروز په شپه د دوستم پلويانو په مزار ښار کې د ده نظر ماتې انځورونه لگولي وو چې د عطاء په پلويانو ې دا کار سخت تمام شوى وو، دا کار يې د عطا "امپراتورۍ" کې د يو بل "امپراتور" مداخلت بللى و، نو انځورونه يې ايسته کړي وو چې له همدې سببه جنجال شروع او خبره ناندريو، لاريونونو او اخ ډب ته نږدې شوه.
اوس د دوستم زوى باتور ټولنيزو شبکو کې لگيا دى تر څو خپل پلار سپين باز ثابت کړي او د عطا ټولې غلاگانې خلکو ته څرگندې کړي.
د عطا د ملکيتونو يو ليست يې خپور کړ چې په لوستلو يې سړى حيرانيږي.
د عطاء ټيم لگيا دى تر څو دى پاک او دوستم متعصب معرفي کړي، د دوستم په برخه رسيدلى د دوه ولايتونو (فارياب، جوزجان) د ولايتي چارواکو ليستونه يې خپاره کړي ترڅو خلکو ته دا په ډاگه کړي چې څنگه دوستم په دواړه ولايتونو مطلق اکثريت د جنبشيانو مقرر کړى دى او د نورو ډلو او احزابو پورې تړلي زيات شمېر خلک يې بې وظيفې کړي دي.
دا يې لا څه چې د گډ حکومت نازدانه او پر ځان مين اجرائيه رئيس سره د خپل انځور غم دى.
مياشتې مخکې يې دولتي ادارو ته مکتوبونه واستول چې د ده د نوم سره د (جلالتماب) مختاړى ولگوي، اوس يې دولتي ادارو ته ليکلي چې په دولتي دفترونو کې د ده انځور ولگوي ځکه چې اوسنى حکومت خو حکومت نه دى، سهامي شرکت دى چې نيم د ده او نيم د غني دى نو چې د هغه انځور لگول کيږي بايد د ده په انځور هم دولتي ديوالونه "لونگين او گلورين" شي ځکه چې که هغه مفکر دى، دى هم مفشن دى