روسۍ پوځي الوتکه له ۹۲ سپرليو سره په سمندر کې ولوېده

 
د روسيې يوه پوځي الوتکه پرون وروسته له هغې چې د رادار له پردې ورکه شوه، په تور سمندرګي کې لوېدلې ده.
د روسيې دفاع وزارت وايي چې په دې الوتکه کې د پوځ د تشريفاتو د برخې د یو شمېر غړو په ګډون ۹۲ کسان سپاره وو.
الوتکه په سیمه ییز وخت د سهار ۵ بجې او ۲۰ دقیقې له الوتلو ۲۰ دقیقې وروسته د تور سمندر د اوبو پر سر له راداره ترۍ تم شوه.
د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشینکوف ویلي، د الوتکې په سپرلۍ کې پوځیان، د الکسندروف پوځي موسیقۍ د ډلې غړي او نهه خبریالان هم وو.
 

 
ویل کېږي الوتکې په سوریه کې د روسیې یوې پوځي اډې ته د کریسمس مراسمو کې د ګډون لپاره روسي پوځيان لېږدول.
روسیه د سوریې د ولسمشر بشارالاسد لوی ملاتړی هېواد دی چې په دې هېواد کې یې د حکومت مخالفو ډلو پرضد هوايي عملیات پیل کړي دي.
د ۲۰۱۰ کال په اپرېل کې یوه توپولوف - ۱۵۴ ډوله روسۍ الوتکه د روسیې لوېدیځ سمولینڅک کې ولوېده، چې ۹۶ کسان پکې ووژل شول. په وژل شوو کې د پولنډ ولسمشر لیچ کازنڅکي هم و.
د ۲۰۰۱ اکتوبر کې یوه توپولوف - ۱۵۴ الوتکه د تور سمندر د اوبو پرسر وویشتل شوه چې ۷۸ کسان پکې ووژل شول. الوتکه د اسرائیلو له تل ابیبه د روسیې نووسیبریسکي ته روانه وه چې ډېری مسافر یې اسرائیلیان وو.
د اوکرایین پوځ په پیل کې پېښه کې له لاس لرلو ډډه وکړه، خو وروسته یې په رسمي توګه ومنله چې الوتکه د پوځي تمرینونو پرمهال لګېدلې ده.
نژدې دوه میاشتې وړاندې د سوریې لاذقیه ولایت کې له حمیمیم هوايي ډګره روسي هوايي ځواکونو ته د "ګټې اخیستو" هوکړه لاسلیک شوه.
حمیمیم هوايي اډه کې تر ډېره روسي پوځيان او پوځي کارکوونکي مېشت دي، خو روسۍ الوتکې ډېره کله د اسانتیاوو له کبله د باسل اسد له نړیوال هوايي ډګره ګټه اخلي.