په سوریه کې د روسیې کامیابي په افغانستان کې د امریکا او روسیې د تقابل مخه ډب کړه

 
د سوریې جګړې ته د امریکا او روسیې او د دغو دواړو هیوادونو د متحدینو ورتګ د سوریې جګړه لاپسې پیچلې مرحلې ته ورداخله کړه . دواړو خواوو له خپلو طرفدارانو څخه د ملاتړ لپاره ښکاره نظامي مداخلې پیل کړې . روسیې ځانته ، امریکا په منځني ختیځ کې  په ځانګړي ډول په سوریه کې د جنګ د دوام او هلته د داعش ډلې د پښې په ورکاږلو کې ملامته بلله. روسانو فکر کاوه چې د داعش ډله د روسیې د قدرت د کمولو لپاره یو دام دې. چې دغه دام د غربیانو له خوا روسیې ته کیښودل شوې. روسیې د سوریې د حکومت بدلون هم د روسانو د ځواک د کمیدلو او هلته د امریکایي پلوه حکومت د منځ ته راتګ لپاره یوه هڅه بلله.
د دواړو هیوادو د تقابل نظریې په سوریه کې د نظامي مداخلې سبب شوې. په سوریه کې د امریکا او روسیې جنګ د ویتنام جنګ ته څه ناڅه ورته والې درلود. د سوريې جنګ که چیرې د روسانو په ګټه او د بشرالاسد د رژیم په ټنګښت او پایښت نه وای تمام شوې ، شاید په افغانستان کې یې روسان له امریکا څخه د انتقام فکر ته هڅولي وای.
څه وخت مخکې د روسیې ، ایران او پاکستان ترمنځ هغه وخت د افغانستان د امنیت او راتلوونکې په اړه د غونډې آوازې ګرمې شوې ، کوم وخت چې په سوریه کې د امریکايي او روسي پلوو سوري طرفدارنو ترمنځ جنګ خوارا شدت موندلې وو.
دغه درې اړخیزه غونډه د روسیې د ولسمشر له خوا د هغه ممکن حالت د ځواب له خاطره راغوښتل شوې وه ، چې که چیرې روسیه په سوریه کې ماتې وخوري ، روسیه ، ایران او له امریکا په ظاهري بڼه مرور پاکستان ، څه رول د همدغه حالت د جبران لپاره ادا کولای شي.
له بله پلوه افغانستان ته د روسیې د ولسمشر د ځانګړي استازي خبرې هم هغه وخت ډیرې ګرمې وې ، کوم وخت چې د سوریې جنګ خپل ټاکلي هدف ته نږدې شوې وو. د روسیې د ولسمشر د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف لانجمنې څرګندونې ، شاید د دې لپاره هم شوې وي چې ، امریکا په دپلوماتیکه لهجه وپوهوي ، چې په سوریه کې د روسیې ماتې په افغانستان کې د امریکانو د ماتې سبب ګرځي.
کابلوف طالبان په سوریه کې د هغه حکومت د مخالفینو سره تشبیه کړل ، کومو ته چې امریکا رسمیت ورکړې دې ، کابلوف ویلي وو چې ، طالبان د روسیې پر وړاندې د هغو جنګیدونکو سیاسي مخالفینو په څیر دي ، کوم چې د سوریې او روسیې پر وړاندې جنګیږي.
که د کابلوف خبرې تحلیل کړو ، د هغه دغه څرګندونې امریکایانو ته ښکاره اخطار بللې شو ، ځکه دلته طالبان د افغانستان د ګټو ترڅنګ د امریکا د ګټو خلاف په جګړه کې ښکیل دي. خو په سوریه کې خبره سرچپه ده ، د سوریې د حکومت مخالفین د سوریې او د روسیې د ګټو خلاف جنګیږي.
په سوریه کې د روسیې نسبي بریالیتوب او د امریکا ماتې د افغانستان د امن په ګټه ده ، پدې معنی چې د افغانستان د اوسني نسبي امن پر پایښت تاثیر درلودلای شي . که چیرې روسیې په سوریه کې ماتې خوړلې وای ، د افغانستان نسبي امن به هم روسیې د امریکا د ماتولو لپاره کړکیچن حالت ته سوق کړې وای. خو په سوریه کې د روسیې بریا د افغانستان د امن په ښه کیدلو کې هیڅ تاثیر نه لري ، بلکه د اوسني امن په ساتلو او پایښت تاثیر درلودلای شي.