کله چی د سپتمبر د یوولسمی پیښه ترسره شوه، امریکایان د طالبانو د رژیم د ړنګولو په لټه کی شول. امریکانو ته دا ډيره ستونزمنه وه چی څه ډول د هغه ملت په غیږی واکمني وکړي، کوم ملت چی د بهرنیانو له شتون سره هیڅ جوړ نه راځي.
ولی امریکا مجاهدینو ته لاس ورکړ!
امریکایانو فکر کاوه که چیری په مستقیم ډول په افغانستان کی خلکو ته لاس ورکړو او د خلکو له منځه خلک قدرت ته ورسوو، په افغانستان کی د شوروي پر وړاندی بریالي شوي جهادي رهبران چی د وسلو ترڅنګ د خلکو له ملاتړه هم برخمن وو په افغانستان کی امریکایانو ته د پاتی کیدلو لپاره ورته د طالب ترڅنګ سردرد جوړ نه کړي.
دا چی د طالبانو له خوا ټول مجاهدین په یوه تله وتلل شول، نو د دوی ترمنځ تضاد هم ډیر شو دغه تضاد په ځینو ځایونو کی په جنګ هم واوښت. دا چی طالبان امریکایانو ځانته دښمنان بلل او د طالب او مجاهد یاري هم چندان نه وه، همدا وو چی امریکایانو د طالبانو د حکومت د پرځلو په موخه تری ګټه پورته کړه. ځکه اوس استاد عطا د امریکا له یارۍ شکایت کوي.
امریکایانو غوښتل د مجاهدینو په مټ چی په خلکو کی د ملوک الوایفي په زور مهم هم وو، د حکومت د بیا جوړولو په برخه کی تری ګټه واخلي ترڅو د امریکا په وړاندی د عادي افغانانو د حساسیت راپارونی مخه ونیسي.
امریکا مجاهدینو ته پدی خاطر هم لاس ورنږدی کړ ترڅو د مجاهدینو له خوا د شوروي په ماتولو له هغوئ څخه یو ډول مننه وکړي.
خو د امریکا او مجاهدینو ترمنځ دغه یاري ځکه موقته شوه چی دغه مجاهدینو د امریکا د ګټو په تامین کی پاتی راغلل.
داسی ښکاریده چی امریکا شوروي ته په روزل شوي مار باور نه درلود، فکر یی کاوه چی شاید دوی ته هم د لستوڼي مار شي.
امریکا ویریدله که چیری مجاهدین همداشان په واک کی پاتی شي شاید له امریکا بغیر له نورو هیوادونو سره د امریکا له خوښی ورهاخوا اړیکی ټینګی کړي.
که پخوا د افغانستان لپاره د امریکا هدف د شوري اتحاد ړنګول وو خو اوس دغه هدف ترلاسه شوی وو، امریکایانو داسی انګیرله چی افغان مجاهدینو ویشلی غیر مسول قدرت او نه تسلیمیدونکی فکر شاید په افغانستان کی د امریکا د دوام لپاره خنډ جوړ کړي.
په ټاکنو کی د ولسمشر غني بریا هم په یادو ټکو پوری خورا تړلی اهمیت درلود. ځکه امریکایانو په موقت ډول یوازی غوښتل د مجاهدینو له قدرت څخه په استفادی د حکومت جوړلو او افغانستان ته د پښی د پل په ورپیدا کولو کی کار واخلي او له هغه وروسته یی له واکه بی واکه کړي. ولسمشر غني هم د افغان داخلي ناخوالو درد ته د دوا نسخه پیدا کړی وه، دغه نسخه د امریکانانو هم ډیره خوښه شوه. ولسمشر غني پدی باور وو چی له کرزي وروسته راپاتی افغانستان د لیوانو په دری بدل شوی دی. ولسمشر غني له مجاهدینو څخه د امریکا د کرکی تګلاره د افغانستان په ګټه استعمال کړه. پدی اړه یی نه یوازی دا چی د خلکو په منځ کی محبوبیت ترلاسه کړ بلکه لا تراوسه یی نړیوال هم تر ډيره خوښ ساتلي دي.
د نیویارک ټایمز په باور ولسمشر هغه کسان هم محاکمه کړي چی په پخوانیو حکومتونو کی به ورته سلامۍ وهل کیدی.
د ولسمشر غني په دور کی افغانستان په تاریخ کی ترټول قوي مرکزي حکومت درلودلو ته مخه کړی او سیمه ایز ککړ واکداران یی له دندو لیری کیدو ترڅنګ آن تر زندانه رسولي دي.