د هیلې په اړه د لویانو خبرې(نهمه برخه)

 
څوک، چې د راتلونکې نړۍ(جنت) هیله مند دي، نو له دې نړۍ څخه به د روژه لرونکي په څېر وږي تږي لاړ شي. «بنیامین فرنکلین»
مېړانه د مینې په څېر له هیلې څخه تغذیه یا مړېږي. «بناپارت»
هیله یوازې د ناپوهۍ په پناه کې ژوندۍ ده، که چېرې غواړې بریالی شې هیله مند اوسه. «کیفسرو»
که چېرې هیلې شتون نه درلودلای، نو په هغې صورت کې به د انسان راتلونکې د دوزخ حکم درلود.
«لرد بایرون»
پوه شوم. وروسته له دې به زه د خپلو هیلو په واسیطه مخ پر وړاندې ځم او خپلې وېرې به تر شا پرېږدم. «توماس حفرسن»
هر څومره، چې هیله کمه شي، خو مینه له کچې زیاته وي. «ترنس»
زه کولای شم په خبرو کولو او فکر کولو خپل ځان دوکه کړم او لږ تر لږ باور وکړم، چې زه هیله مند یم او همدا خپل ځان مې د ژوند په لاره کې تر ټولو ښه توښه ده. «انوئیل»
هیله مندي د انسان تسلي او د بشریت د تکیې او ډاډ ټکی دی. «اعتصام الملک»
کله، چې هیله مندي قطع یا پرې کړئ داسې مثال لري لکه، چې له ژوند څخه مو یوه څانګه پرې کړې وي. «الکساندر دوما»
محمداکبر حقمل معینزی M Akbar Haqmal