شبرغان د حلب په بدل کې؛ دوستم د ترکيې د کودتا او د حلب د سقوط قرباني شو!

 
ژباړه: فيض الله غمخور خوست



په شمال کې د جنرال دوستم کمزورې کول، او د قدرت د سياسي صحنې څخه ايستل په دې مانا دي چې منځنۍ اسيا ته لار خلاصه شي؛ د دوستم پرضد دا توطيه هغه مهال پيل شوه کله چې په سوريه کې د حلب د سقوط خبره يقيني شوه. په حلب کې د غرب ماتې بدله بايد بل چېرې اخېستل شوي وای. چې همدا جنرال دوستم يې موخه وګرځيد، ولاديمپر پوتين د روسيې جمهور رئيس په مسکو کې د څوارلس سوه داخلي او نړيوالو خبريالانو په وړاندې په زغرده وويل: " که امريکا ابر قدرت دی ؛ روسيه د هر ابر قدرت په وړاندې ابر قدرت دی." دا په داسي حال کې چې هندي رسنيو د پوتين ددې خبرو په تحليل کې وليکل: " روسيه يو وژل شوی او مرده خور قدرت دی!"
غرب ددې څخه په وېره کې دی چې د روسيې سره احتمالي تاوتريخوالۍ به په اروپا کې پيل کېږي. د روسيې په اړه ډېره انکيرنه دا ده، چې اوکراين تر خپل تسلط لاندې راولي او روسيه به په اروپا هغه انرژي ودراوي چې روسيې ورکړيده. چې په دې سره به د غرب او روسيې ترمنځ يوه ستره جګړه رامنځته شي.
غرب بله لار نه لري پرته له دې چې د افغانستان د شمال له لارې منځنۍ اسيا ته وسله وال و ليږي چې په دې سره به د سرکشې روسيې زور رام کړي.
په ترکيه کې د ناټو او غرب تر مشرۍ لاندې د ناکامې کودتا وروسته په شمال کې د عثماني امپراتورۍ د يوه خواخوږي په صفت د جنرال دوستم شتون چې دا مهال ترکيه د روسيې په منګول کې ده؛ د ناټو او غرب له پاره د تائيد وړ نه ده. له بلې خوا په دوبۍ کې د بلخ د والي عطامحمد نور د بلاک شوو شخصي بانکي اکاونټونو پرانېستل
چې د څه مودې راپدېخوا د ټولو بانکي اصولو خلاف بلاک شوي و. په دې مانا دي چې جنرال عطامحمد نور د ارک او غرب تر مستقيم اغېز لاندې راغلی. عطا محمد نور د دوبۍ په بانګونو کې پرېمانه سرمايه لري، څه موده دمخه دده شخصي پانګه په بانکونو کې بلاک شوه چې دی يې سخت اغېزمن کړی و همدې اړتياوو ته په کتو عطامحمد نور د ارګ او غرب پرضد په خپله ستراتېژۍ له سره غور وکړ . په داسي حال کې روسې مقامات په دې هڅه کې دې؛ پاکستان چې د تروريزم له پاره زمينه سازۍ کې لاس لري تقويه کړي. له بلې خوا روسي مقاماتو دا تائيد کړيده چې د طالب مشرانو سره يې ليدلي. که احيآ په شمال کې طالبان د مسکو لخوا حمايه شي او جنرال دوستم ته د شمال له لارې د ترکيې او روسيې مرسته حاصله شي طالبان او جنرال دوستم دواړه، يو ځای د حکومت پرضد په جګړه لاس پورې کړي!
خو د دوستم په اړه دا سوال لا هم پر خپل ځای باقی دی. چې ايا جنرال دوستم به د حکومت پرضد يوه مرکزي جنګي ډله تياره کړئ شي ؟
که په کوم بل کار به لاس پورې کړي، د دوستم له پاره ډېر فرصتونه شته خو معلومه نه ده چې دوستم به کوم کار ته ترجيع ورکړي؟
ډېر احتمالات شته؛ خو دا چې خپله جنرال څه کوي معلومه نه ده.؟!