امريکايې او سويسي الوتکو د روسيې په فضا کشفي الوتنې کړي

سپوتنيک اژانس  د امريکا د هغه سايټونو په حواله،چې ددې الوتکو د څارنې مسؤليت په غاړه لري، خبر ورکړ، چې روسي او سويسي کشفي الوتکو د روسيې د کالينينګراد په ښار کشفي الوتنې کړي.
د امريکا اسټراتيژيکو کشفي الوتکو RC-135W   چې شماره يې: 4138-62  ده، د ميلدنهلل امريکايي اډې څخه چې په برطانيه کې موقيعت لري، د روسيې په فضا کشفي الوتني کړي.
په ورته وخت کې په غالب ګومان د سويس د بحر څخه سويسي الوتکو د بالتيک بحيرې په لور څارګريزې  الوتنې کړي. د سويس 4  الوتکې چې شماره يې   1020003 ده، د روسيې په خاوره کشفي الوتنې کړي.
بايد وويل شي، چې امريکايې الوتکې د تېرې يوې اوونۍ په اوږدو کې د بالتيک بحيرې او پولڼد له لارې په روسي خاوره الوتنې کړي.
ژباړن: کالينينګراد د روسيې هغه ښار دی چې د دوهمې نړيوالې جګړې پرمهال روسيې په زور نيولی او په اروپا کې موقيعت لري.