تور سپي ولي له پوتين نه،نه بېليږي؟

 
يو تور سپي د پوتين سره په هر سفر کې ملګری وي او هيڅکله له ده نه بېليږي؛ دا سپی د تروريستي پېښو په پېژندلو کې د ځانګړي مهارت خاوند دی؛
 همايون ويبپاڼې  د روسي ورځپاڼېايزوسيتا په حواله د دوشنبې په ورځ په خپل رپوټ کې وليکل: د لابرادور  په نوم تور سپی  په پوتين پورې اړه لري، پوتين چې  د المان  صدراعظمې انګېلا مرکېل سره  لېدنه درلوده،ددې سپي د ليدو  پرمهال سخته  ويريدلي وه.
 
د نامه نيوز په نوم خبري اژانس د العالم تلويزيون په حواله د دوشنبې په ورځ وليکل، لابرادور د ډېرو اصيلو سپيو له ډلې شمېرل کېږي، چې د تروريستي پېښو د پېژندلو ځانګړې ځانګړنې لري. د نمونې په ډول په ۲۵مترونو کې د چاوديدونکو توکو بوی حس کولاي شي .
 
دا سپی همداشان د هرډول زهري موادو په پېژندلو کې ځانګړی مهارت لري. دا زهري مواد که هر څومره عادي بوی هم ولري بيا هم دا سپی کولاي شي چې حس يې کړي. همدا لامل دی؛ چې پوتين تر هغې چای قهوه او نور خوراکي مواد نه خوري تر څو چې ددې سپی لخوا يې ډاډ نه وي ترلاسه کړی.
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين له همدې امله د نړۍ د مشرانو په غونډو کې له دوی څخه بېل خوراک څښاک کوي،
دې سپي درې ځلې پوتين له مرګ ژغورلی دی، لومړی ځل د ولاديمير پوتين يوه ساتونکي چې غوښتل يې پوتين په ډزو ووژني ددې سپي په واسطه يې مخه ونيول شوه.
 
دوهم ځل کله چې پوتين په يوه پارک کې ګرځيدو، د پارک په يوه ګل کې ځای پر ځای شوي بمب ددې سپي په واسطه خنثي کړل شو.
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين دا سپي هر ځای او په هر سفر کې له ځان سره لري، دا سپی اته تنه لارښوونکي لري، چې لابرادور ته روزنه ورکوي، دا اته تنه د روسيې د ځانګړو ځواکونو غړي دي.
لابرادور په نهو ثانيو کې سل متره منډه وهلی شي او د نړۍ د ګرانبيه سپيو له ډلې شمېرل کېږي.
ددې سپی په غاړه کې يو کمربند دی چې څلور تسمي لري، دې سپي  ته دا مهال هم د چاوديدونکو توکو، مخدره موادو او د دښمن د پېژندلو مهارتونه ورښودل کېږي.