واشنګټن پوسټ امریکايۍ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي چې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم له اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې په ظلم، زور زیاتي او جنګسالارۍ مشهور دی.
واشنګټن پوسټ وايي، دوستم په دې تورن دی چې د خپلو مخالفینو پر پښو یې زغروال ټانکونه تېر کړي او په لیلي دښته یې زرګونه طالبان په کانټیرونو کې وژلي دي.
د ورځپاڼې په وینا دوستم په تاوتریخوالي او ښکنځلو هم مشهور دی، خو لیکي چې هغه هېڅکله د دغو تورونو پروا نه ده کړې او نه هم ننګول شوی دی.
واشنګټن پوست زیاتوي:« دوستم اوس تر دې هم وړاندې تللی دی. هغه د جوزجان پر پخواني ۶۳ کلن والي احمد ایشچي جنسي تېری کړی او ایشچي ادعا کړې چې په دې اړه د عدلي طب اسناد هم لري.»
ورځپاڼه زیاتوي چې دوستم اوس هغه پخوانی جنګسالار نه دی، بلکې د یوه هېواد مرستیال ولسمشر دی چې د نوموړي وروستیو شرمووونکو کړنو په ټولنه او ټولنیزو شبکو کې غوغا جوړه کړې ده.
ورځپاڼه وايي چې ولسمشر غني اوس مهال د لوېدیځو مرستندویانو تر سخت فشار لاندې دی چې دوستم دې محاکمه او له دندې لرې کړل شي.
واشنګټن پوسټ د اکبر بای له خولې چې تر دې مخکې په ۲۰۰۶ کال کې د دوستم له لوري ور سره ورته عمل شوی و، لیکلي چې که دوستم ونه نیول شي، نو دا به د حکومت لپاره یو لوی شرم وي او د ملت په وړاندې به خپل ټول باور وبایلي.
د ولسي جرګې یوه ازبک وکیل قدرت الله ذکي ورځپاڼې ته ویلي:«موږ د تاریخ په اوږدو کې شاعران او عالمان واکمنان لرل، خو د شوروي له یرغل وروسته ګڼ جنګسالاران او بې سواده واک ته راغلل. ټول او حتی د دوستم پلویان په دې پوهېږي چې نوموړی له اخلاقي پلوه د اوسني مقام لپاره جوګه او وړ شخص نه دی.»