په کابل کې لوړ پوړی امريکايی ديپلومات وايي، چې د ارګ او اجرائيه رياست ترمنځ اختلافات د دولت او ملت په ګټه نه دي. په کابل کې د امريکا د سفارت سرپرست سفير هوګو لورينس Hugo Llorens د اجرایه ریس له لومړي مرستیال انجنیر محمد خان سره په لیدنه کې ویلي، چې له افغانستان سره به د دوی مرستې دوام لري خو هیله مند دی چې له فساد سره مبارزه چټکه شي او د هېواد د ثبات او امنیت لپاره دواړه ټیمونه په ګډه کار وکړي. د هغه په وینا د اجرایه ریس او ولسمشر ترمنځ اختلافات نه د ملت او نه هم د دولت په ګټه دي. په ورته وخت کې داجرایه ریاست لومړي مرستیال هم د امریکا له مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې حکومت د فساد د له منځه وړلو لپاره منظم پلانونه لري او ډيری یې عملي کړي هم دي. ده همدا راز زیاته کړه چې امریکا دې د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته وکړي ځکه د ثبات دراوستلو لار جګړه نه بلکې خبرې او مذاکرې دي.