جرمني د ترهګریزو بریدونو له لوړ ګواښ سره مخ دی

 
د جرمني د کورنيو چارو وزير وايي، هېواد ته يې ورپېښ تروريستي ګواښونه لا هم په لوړه کچه دي.
توماس دیمیزیر دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې ايټالوي سيال يې وويل هغه کس چې شک کېږي په برلين کې يې د کرسمس پر يوه بازار د لارۍ موټر په وسيله په برید کې ١٢ کسان وژلي، د ميلان ښار په مربوطاتو کې د ايټاليا د پوليسو له خوا پر ډزو ووژل شو.
د ايټاليا د کورنيو چارو وزير مارکو مينيتي په روم کې يوه کنفرانس ته وويل، د ټونس د وګړي انيس اميري موټر د جمعې ورځې سهار شا و خوا درې بجې د دوو پوليسو له خوا ودرول شو چې پېژندپاڼه يې وګوري.
کله چې پوليسو يې د اسنادو غوښتنه وکړه، ده په خپلې وسلې سره يو پوليس ټپي کړ. عمري د پوليسو په ځوابي ډزو ووژل شو.
په همدې حال کې په برلین کې د جرمني د کورنيو چارو وزير توماس دیمیزیر پرون د ايټالوي پوليسو تر عملياتو وروسته يوه کنفرانس ته وويل:"لکه څنګه ما په يوه جلا اعلاميه کې ويلي وو، د جرمني لپاره د تروريستي بريدونو د ګواښ اندازه لوړه ده، کوم بدلون نه دى په کې راغلى، هغه امنيتي تدابير چې چارواکو نويلي پر خپل حال دي."
وروسته له هغې چې جرمني چارواکو وويل دوى باور لري چې د دوشنبې ناوخته ٢٤ کلن اميري د برلين د کرسمس په يوه مارکيټ کې خپل لارۍ موټر د خلکو پر ګڼه ګوڼې وربرابر کړ او ١٢ کسان يې ووژل او ٤٨ نور ټپيان کړل په ټوله اروپا کې د دغه کس د موندلو لپاره هڅې تېزې شوې.