
د پلورل شوو وكيلانو دې خداى بېخ وباسي، دوى دومره بې اهليته كسان دي، چې د وزيرانو په ټاكنه كې يې دا په دې هم ونه شرمېدل چې تر دې مخكې هم د اطلاعاتو او كلتور وزير مخدوم رهين د همدې وكيلانو له خوا څخه بې باوره شوى او شړل شوى و. كه چېرې دوى د اهليت او وړتيا له مخې دا كار كړى وي نو بيا دې دوى مهرباني وكړي او د تېر كال خپل كار دې و ارزوي، همدا دوى و چې تېر كال يې نوموړي ته د نه باور رايه وركړه او نن هم همدا دوى دي چې نوموړى يې د بيا لپاره د وزارت چوكۍ ته ورساوه. البته چې ډېرى يې داسې كسان دي چې په خپله هم دا چيغې وهي چې د پردي فرهنګ او پردي كلتور مخه ونيسئ.
دا دي دا يې تاسې خوښ او خوشاله چې ښاغلي ته مو دا چوكۍ ولوروله، او يو ځل مو بيا دا تندر په پښتون ولس ولوراوه. دا هغه كس و چې له ښاغلي خرم څخه مخكې به د افغانستان چاپ شوي كتابونه د ايران په ISBN نمبر باندې معرفي كيدل او زموږ د چاپ شوو كتابونه معنوي ګټه هم ايران ته رسېدله.
نن ورځ د مرغومي د مياشتې په ۱۴ مه نېټه د ښاغلي د راتګ ورځ وه، چې د نوموړي د خپلو پخوانيو يارانو له خوا په ښكاره ډول د وزارت په ودانۍ كې پښتنو ته مخامخ ښكلنځلې وشوې او مخامخ ورته وويل شول، چې مرګ بر پشتون فاشيست، دا ستاسې پلورل شوو وكيلانو له لوري خپل فرهنګ او خپل ملت ته لومړۍ ډالۍ وه چې په فرهنګ وزارت كې رامنځ ته شوه.
هغه پښتو متل دى چې وايي، (دا د پټي سر دى پټى ښكته سورور دى) دا لومړى ورځ وه چې داسې يوه چاره رامنځ ته شوه، چې وروسته به لا نور څه پېښېږي. هغوى زموږ د قوم سپكاوى په هر وخت كې كړى او په هر وخت كې يې كوي، تر دې چې رهين د خپل مخكني وزارت په وخت كې ويلي و، چې (پشتو چي داره يك پته خزانه داره كه او هم جعلي ميباشد.)
دا چې د وخت د لږوالي له امله مې ونشو كړاى چې دې موضوع ته يو څه پراختيا وركړم، ځكه چې دې موضوع ته ډېره پراختيا وركول كېداى شي، د نوموړي د وزارت په مخكنۍ دوره كې د ده په اړه يو پوره كتاب (مخدوم رهين د قضاوت په تله كې) ليكل شوى و، خو دا چې د مخدوم د كسانو له لوري پښتنو ته د نن ورځې ښكنځلې او د يوه رييس سپكول زموږ د كيلانو لپاره يوه ډالۍ بولم او بس. الله مې نور بيدار كړه او الله دې هدايت درته وكړي.