د پارلمان وکيلان دې يوځل بيا ويښ شي.

دا خو يوځل بيا ټولو هېوادوالو او نړيوالو ته څرګنده شوه چې ولسي جرګې يوځل بيا خپلو وزیرانوته د باوراو د نه باور رایه ورکړه دا چې د کرزي صیب وزیران نه د ملت په خوښه ټاکل شوي وزیران ورباندې کامياب شول او که له ناکامې سره مخ شول دا فیصله باید دوي اوس له خپل ځان سره په خپله وکړي ځکه چې دا د دوي د خپلو تېرو اتوکلونو د کارونو د کولو او نه کولو نتیجه وه چې نن ورځ ورسره دوي په ولسي جرګه کې مخ شول او سپېره سټونه د ولسي جرګې له تالارنه بېرته د ملت په وینو جوړو شووخپلو کورونو ته یې ولیږل او يوځل بيا خدای پاک ټول ملت او خپلې کورنۍ ته په شرمونو باندې وشرمول.
دا ځکه همدغسې چې تېره ورځ دوي له ناکامې سره مخ شول نو په دا اتو کلونو کې دوي هم ولس له ناکامې سره لاس او ګريوان کړې وو چې هرې ادارې ته به يو څوک د څه کار لپاره ورتلو نو هغه کار به دې په لوی خدای باندې وسپارلو ځکه د خلاصېدو هيله د چا نه وه چې دا کار به وشي تردې پورې چې يو ښه رشوت يا د دوي په اصطلاح شرینې دې نه وای ورکړې نو هغه کار به ډېرپه مشکله تمامیدو.
هغه په دې معنې سره چې په دولتي ادارو کې نظم نه شته او نه هم داسې کومه پوښتنه شته چې يوڅوک راپورته شي او د اداري فساد په ضد مقابله وکړي او مخه یې ونیسي ترڅو پورې دغه ادارې له دغسې ناوړه کسانو،فسادونو او سردرديو نه نورې خلاصې شي او د هېوادوالو لپاره د کار د کولو يوه ښه زمینه رامنځ ته شي.
معلومه خبره ده چې دچا يوقانوني کاربه وي اوهغه به نن ورځ د افغانستان په وزارتونوکې په اسانه سره خلاص شي نه ډېره مشکله ده .خولنډه دا چې په زرګونه کارونه دي چې په موجوده اداره کې په دا تېرو اتوکلونو کې چې څنګه د هېوادوالو غوښتنې وې هغسې پوره نه شوې لکه د بيارغونې کارونه په ولاياتوکې او همدارنګه د پوهنې په اړه د هېواد بچيان له ډېرو ستونزو سره هم په اطرافو او هم په ښارونو کې لاس او ګريوان دي چې نه مسلکي ښوونکي لري او نه هم داسې يو ښه نصاب چې هغه به په ډېر يو ښه کیفیت سره اصلاح شوی او چاپ شوی وي ترڅو زده کوونکي وکولای شي له هغه نه په ډېره ښه توګه استفاده وکړي ځکه موجوده نصاب په لسګونو غلط يانې په خپل ځان کې لري.
اوهمدارنګه د دې ترڅنګ ډېری ځوانان له بې کارې نه سرټکوي چې په هېواد کې د هغوي لپاره کار نشته او نه هم چا ورته د کارزمینه برابره کړه چې داهم يو لوی سردرد ده د ځوانانو لپاره.
بله خبره داده هغه ډلې چې نن ورځ له حکومت نه بې برخې پاتې دي او د تل لپاره حکومت ته ګواښونه کوي او بې ځایه هېوادوال په شهادت باندې رسوي نو افغان حکومت او د هېواد مشرانو ته پکار ده چې له هغوي سره د خبرو لپاره کیني او يو جوړ جاړي ته ورباندې ورسیږي ترڅو د نورو هېوادوالود بې ځایه وینو تويولو مخه ونيول شي.
که چېرته افغان حکومت او سياسي څیړونکي په دې باندې فکر ونکړي او خپل هېواد په خپله اباد نه کړي نو زه فکر نه کوم چې بيا به په هېواد کې د افغان مشرانو او ورسره د نړيوالو پښې په دغه پاکه خاوره کې ټېنګې شي. نو نړيوال به په خپله مخه تښتې او په هېوادوالو به يوځل بيا د زور میچنې وګرځي اورڼا ورځ به ورباندې توره شپه شي.