د افغانستان د ځوانانو د سولی بنسټ اعلامیه

 
په مولوی عبدالسلام ضعیف صیب د ناځوان مردانه برید په اړوند دریځ!
د افغانستان د ځوانانو د سولی بنسټ د یو بی پرې، ملي او اسلامي جریان په توګه چې نږدي درې کاله په افغانستان کې د سولی، ټیکاو او د افغان جوړښتونو سره د جګړی د تحمیلي او ناوړه تیارو څخه د سولی، نیکمرغی او یوالې په برخه کې د اجماع په لار کې کار کړې د وتلي ډېپلوماټ، مخور دېنی عالم او د سولی په مخکښ مولوی عبدالسلام ضعیف صیب شوې برید په کلکو ټکو غندو.
عبدالسلام ضعیف صیب یو د هغو منلي ولسي شخصیتونو او رغنده نظر لرونکو افغان سیاستوالو له جمله څخه دې چې تل یې په ګران هیواد افغانستان کې د سولی، امن، سیاسي یوالي تر څنګ افغان ملت د یو بل منلو فرهنک ته رابللې او د لسګونو ګواښونو سربیره یې چې په کور دننه معلومالحال پنځم ستون او یوشمیر سیمه یز او نړیوال قدرتونو ددغه ملی او اسلامي بهیر په وړاندې خنډونو او موانعو را پورته کوي بیا هم هڅه کړې چې د افغان وژنی د رواني توطیه مخه ونیسی او بیا لا هم د سولی او افغان شموله اجماع پر سر په ټولو ملی او نړیوالو مسایلو کې منځلاري لید لري.
موږ د یو سولیز او ناپېلی جریان په توګه له حکومت او په ځانګړې ډول د ملی یوالی د حکومت له مشرانو غواړو چې په ښاغلي صعیف د شوی ټروریسټي برید اړوند خپل دریځ روښانه او سولی ته د ریښتیني نیت لرلو په موخه په دې اړوند هر اړخیزه، بی طرفه او په حقایقو لرونکو پایلو ولاړ تحقیقات د یو ځانګړې کمیسیون له لاري وکړې.
په درناوی
د افغانستان د ځوانانو د سولی بنسټ
کابل - افغانستان
نیټه 1395/103