پاکستان که ښکاره خو ایران پټ دښمن دې

 
د هند او پاکستان له بیلوالي راپدیخوا د څو مهمو مسلو پر سر افغانستان او پاکستان د دواړو هیوادونو ملتونو ته د یو او بل ورپیژندل شوي دښمنان دي.پاکستان له افغانستان سره د پښتونستان د منځ ته راتګ ، ډیورنډ کرښه ، د افغانستان له لارې منځنۍ آسیا ته پاکستان ته لاره ورکول ، د افغانستان اوبه ، د هند او افغانستان تل پاتې ملګرتیا ، هغه عمده او غټ ټکي دي چې د پاکستان د منځ ته راتګ څخه راپدیخوا د ستونزو مدار تشکیلوي.د دغو ستونزو د حل لپاره پاکستان یوازې او یوازې په افغانستان کې د خپلې خوښې د حکومت منځ ته راتګ ، چې د اي ایس اي څارګرې ادارې په لاس کاږل شوې نقشه ده ، یوازینۍ لاره بولي. د همدغې نقشې د عملي کولو لپاره نوموړې څارګرې ادارې ، په خپل منځ کې ډیرۍ افغانان سره ښکیل کړه . ډير حکومتونه یې د افغانانو د سیاسي شعور د کمزورۍ څخه په ګټې اخیستې ړنګ کړل. لا تر اوسه افغانان د امنیتي بحران کندې ته ورټیل وهي.
همدغو کارونو افغانانو ته پاکستان د یوه دښمن په حیث څرګند ورپه ګوته کړ ، ځکه نه خو هغوی دلته د خپلې خوښې حکومت راووست ، بلکه هغه حکومتونه چې د هغوۍ د چتر لاندې افغانانو په نسبي سوکالۍ ژوند تیروو ، هغه یې هم له منځه یوړول ، افغانان یې د یوڅه ښه حال څخه بدتر حال ته ورننویستل. چې لا تراوسه ورسه لاس او پنجه نرموي.
خو د افغانستان په ګاونډ کې ، که افغانانو یو دښمن په ښکاره توګه پیژندلې ، خو له بل سافټ یا نرم دښمن څخه بیخي یا څه نا څه بی خبره دي.
د امریکا او د هغوی د متحدینو پر مټ په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له راپرځلو سره ایرانیانو کوم منفي دریځ ونه ښود . ځکه ایرانیانو ته د طالبانو سني پلوه رژیم د امریکا څخه کم حیثت نه درلود . ایرانیانو شاید فکر کړې وي ، چې د طالبانو د رژیم په له منځه وړلو کې زموږ درې غټې ګټې نغښتې.
لمړۍ یې دا چې افغانستان ته د امریکا په راتګ سره به هغوی په افغانستان کې د طالبانو سره پر مبارزې بخت وي ، ترڅو چې له دغه مصروفیته را خلاصیږي ، موږ به د اټمي پروګرام لمړني مراحل پای ته رسولي وي . خو اندیښنه یې هم درلوده چې امریکا له څو زرو کیلو مټرو څخه اوس په ایران باندې د برید کولو لپاره ښه رانږدې شوه. دوهم دا چې هغوی ته د طالبانو رژیم د امریکا په شان له خطر ډک رژیم وو. دریمه ګټه دا وه چې په یوه جغرافیه کې به د ایران دوه دښمنان ، یعنی طالبان او امریکا سره ښکیل شي . چې ایران ته کوچنې خطر او د سعودي عربستان خواخوږې رژیم به له منځه ولاړ شي.
خو د امریکا له ویرې په افغانستان کې د ایران لاسوهنه په ډيره ماهرانه او پټ ډول لا تر اوسه روانه ده. هغوی په میلیونونو کتابونه د فرهنګي یرغل لپاره زموږ په کتابتونونو کې ځای پرځای کړي. ایرانیانو  په افغانستان کې ایران ته د خواخوږو پوهنتونونو د جوړښت ترڅنګ ډيرۍ ایراني استادان د افغان زلمیو د مفکورو د بدلون لپاره ګمارلي.
ایرانیان له هغو طالبانو سره چې د دوی پخواني دښمنان وو د خپلو ګټو د ساتنې له پاره د نظامي مرستو ترڅنګ هغوی ته د سیاسي هویت د تر لاسه کولو په هڅه کې دي.د ایران په اشاره په سیمه کې د داعش د تهدید تر نامه لاندې د پاکستان ، ایران او روسیې د نظر یوالې په افغانستان کې د جنګ د دوام لپاره ، اور ته د پوکي وهل دي.
پاکستان یوازې د وسله والو ډلو په مرسته تخریبي کړنې تر سره کوي ، خو ایران هم د وسله والو ډلو سره د کمک سره سره د افغانستان د علمي او فرهنګي ډګر د فکري استعمار خوبونه ویني. د هغوۍ غلط سیاسي تاریخ افغانستان د خپلې امپراطورۍ څخه زیږول شوې هیواد بولي ، د افغانستان په منځ ته راتګ کې د افغانستان د موسس احمدشاه بابا سره ښکاره مخالفت لري . هغوی په خپل تاریخ کې افغانستان د انګریزانو په لاس جوړ شوې هیواد بولي . د دې کار په کولو سره د افغانستان د منځ ته راتګ لپاره د میلیونو افغانانو وینو بهیدل ، د سیند له اوبو سره پرتله کوي. هغوی د افغانستان فرهنګي او علمي شخصیتونه په ځان پورې تړلي بولي ، هغه شخصیتونه چې د هغوی په واسطه افغانستان موږ نړیوالو ته ورپیژندلې شوي.
ایرانیان سره له دې چې په افغانستان کې د امریکا د دایمي حضور سره کلک مخالفت لري ، هغوی نه غواړي چې سعودي عربستان په افغانستان کې نفوذ ولري ، پر وړاندې یې له سعودي عربستان څخه هم افغانستان د ایران له ویرې ندې هیر شوې .  د ایران د فرهنګي یرغل د مخنیوي لپاره په ننګرهار کې د اسلامي پوهنتون د ډبرې ایښودل یې ښه نمونه ده.
د ولسمشر فرهنګي سلاکار ، د اطلاعاتو او فرهنګ او د قبایلو چارو وزارتونه باید ، د افغانستان د فرهنګي تاریخ پیل او د افغانستان فرهنګي تاریخ چې د افغانانو په هویت کې رول لري ، په اړه یې اړینه ده ، چې واضحه او نه بدلیدونکې تګلاره خپله کړای شي . تر څو د افغانستان ګونګ فرهنګي وضعیت په تعلیمي نصابونو کې د تدریس او سمینارونو په دایرولو سره د ګاونډیو هیوادونو د نرمو دسیسو څخه وژغورل شي.