د چيلي پوهانو د  اوبړیو څخه مصنوعي پوستکی جوړ کړی دی

د چیلي هېواد د کاتولیک پوهنتون پوهاند Tamás Egan په مشرۍ د څیړونکو یوه ډله په دې بریالی شوې ده، چې د اوبړیو(microalgae)، کوم چې په هر ډنډ کې شته، څخه په بشپړه توګه فعال مصنوعي پوستکی جوړ کړي.
دغه مصنوعي پوستکی د عادي پوستکي سره دا توپیر لري، چې شين رنګه ده او په خپل ځان کې د اکسيجن د توليد وړتيا لري. دا یوه ښکاره خبره ده، چې هر مصنوعي پوستکی د وینې رګونه نه لري او اکسیجن نه ورته رسیږي، چې له دې کبله یې د مړه کیدو احتمال ډېر دی، خو دغه نوی پوستکی تر لسو ورځو پورې په خپله اکسیجن تولیدوي، چې په دغه موده کې، نوي پوستکي ته د وينې رګونو نمو کوي او بیا پوستکی په تدريجي ډول خپلو شين رنګ له لاسه ورکوي او عادي رنګ خپلوي. د یوه داسې مصنوعي پوستکي په وسیله موږ کولای شو، چې په اغیزمنه توګه ټول ټپي شوي ځایونه تداوي کړو. دا ځکه، چې دغه پوستکی ټپي ځای ته د هوا د لاسرسی مخنيوي نه کوي او میکروب ته اجازه نه ورکوي، چې ټپي ځای ته داخل شي، چې په دې ډول د ژر علاج سبب ګرځي.
د اوبړیو دغه پوستکي په حیواناتو کې ښه نتیجه ورکړې ده، کارپوهان په پلان کې لري، چې د راتلونکي ۲۰۱۷ل کال په پیل کې یې په انسانانو هم وازمويي.
ويل کيږي چې پروفيسور Egan په پام کې لري، په راتلونکي کې داسې پوستکی جوړ کړي، چې نه یوازې اکسیجن به په خپله تولیدوي، بلکې انټي بيوټيک او د التهاب ضد درمل به هم تولیدوي.
 

په عکس کې د مصنوعي پوستکي یوه بېلګه ده.