د چین ډاکټرانو د ناروغ په لاس کې غوږ ته وده ورکړي

هغه ناروغ، چې په یوه ترافیکي پیښه کې يې خپل غوږ له لاسه ورکړی و، هیله لري، چې ډېر ژر به د پخوا په څېر ښکاري او غوږ به یې بېرته جوړ شي.
د چين د پلاستيکي جراحي یوه کلینیک ډاکټرانو پتېیلې ده، چې د نوموړي ناروغ سره مرسته وکړي او هغه ته د انساجو نه نوی غوږ جوړ کړي.
د Sian Jiaotong پوهنتون پوهاند ډاکټر Guo Shuchzhun وايي، چې د غوږ د بیا رغونې لپاره یې د ډېرو ډول ډول تجربو نه کار اخیستی، پایله یې هغه ډاډمنوي، چې نوی غوږ به د نارغ غوږ څېر وی. پوهاند په ډاګه کوي، چې د دې لپاره یې لومړی د نارغ په لاس کې د غوږ لپاره د ځای د پیدا کولو یوه اله(expander) ځای په ځای کړ، چې د لاس پوستکی سره کش کړي، بیا یې د ناروغ د پوښتۍ كر پندوكى (غضروف) د 3D-چاپګر په وسیله چاپ او په دې ډول یې د ناروغ غوږ ته ورته ساختمان جوړ او د پوستکي لاندې په جوړ شوي ځای کې ځای په ځای کړی دی. هغه زیاتوي: " موږ متل یو، چې غوږ په لاس کې وده پیل کړي، تر هغې وروسته به یې په خپل ځای نصب کړو."