د « مُجاهدينو » تحصيلي اسناد په سلو کې ۹۰٪ جعلي دي !؟

 
ما د ( ۱۳۸۴ ـ ۱۳۸۵) کلونو تر منځه د پوهنې د وزارت د ثانوي تدريساتو په عمومي رياست کې د فارغانو په څانګه کې کار کاوه ؛ زه د کابل د حاجي قدير د لېسې، د عبدالهادي « داوي » د لېسې، د کارګري قصبې( د غلام حيدر خان د ليسې ) د عاشقان ـ عارفان د لېسې، د عايشه درانۍ، د ابراهيم خليل الله، د مولانا قيام الدين « خادم »، غلام محمد فرهاد » د ليسې، د پنج صد فاميلي د هلکانو او نجنو د ليسې، يو وخت د ننګرهار، بل وخت د کونړ، بل وخت د خوست، بل وخت د بغلان، بيا د فراه، پروان او پنجشېر ولايتونو د فارغانو مسؤل وم.
د پوهنې اداري معين صديق « پتمن »، تدريسي معين... « غزنوي »، د ثانوي تدريساتو رئيس اجمل « فيض »، مرستياله يې آغلې وړانګه، د تفتيش رئيس...« احمدزی »، وزيران په ترتيب سره : نور محمد قرقين، حنيف « اتمر »، فاروق « وردګ » وو.
ما د هېواد (۲۳) ولايتونو ته له نورو علمي ـ مسلکي غړو سره يو ځای علمي او کاري سفرونه وکړل، د پوهنې وزارت د اړوندو رياستونو، مديريتونو، امريتونو او د لېسو او ښوونځيو تدريسي جريان او پروسه مو له نږې څخه ارزيابي کړله....
له ۱۳۸۴ کال څخه تر ۱۳۹۳ کال پورې چې زه هلته وم او هغه کوم حقايق او فاکټونه چې ماته په تدريسي برخو، تعليمي نصاب، د نشراتو رياست او د ثانوي تدريساتو رياست کې معلوم شول ؛ نو زما عمومي برداشت دا شو، چې په زغرده سره ووايم :
د « مُجاهدينو » تعليمي او تحصيلي اسناد په سلو کې ۹۰٪ جعلي او ساختګي دي، چې يا يې د ټو پک په زور، يا يې د دولتي قُدرت، مټو او پيسو په زور خپلو ځانونو ته د ( ۱۲، ۱۴، مدرسو ) د فراغت جوړ کړي دي او آن د لسانس، ماسترۍ او ډاکترۍ تر کچې پورې د ډېرو مُجاهدينو تحصيلي اسناد هم ساختګي، جعلي او « مېډن : قصه خوانې بازارـ پېښور» دي !!!