انسان دې نړۍ ته د راتګ سره سم درۍ حالت له ځان سره لري:


• ماشومتوب
• ځوانيتوب
• زاړښت [بو‌‌‌‌‌‌ډاتوب]
دا درۍ پورته ذکر شوي حالاتونه هریو ‌‌‌‌‌‌ډېر مهم او خاصه پاملرنه ورته په کار ده.
د هر حالت څخه استفاده په معقوله لار کې د یو لوی بدلون او پرمختګ سبب کرځي. د نړۍ لوی او لوی شخصیتونه له همدغو دریو حالتونه تېر شوي دي، مهمه خبر داده چې دوی له هر حالت څخه مثبته ګټه پورته کړې ده.
زموږ بدبختي له ماشومتوب څخه پیلېږي او کله چې هغو نورو مرحلو ته رسېږو هغه فکر چې زموږ ژوند او ټولنه جوړوي په ماشومتوب کې زیانمن کېږي، کله چې موږ دویم حالت چې د ځوانيتوب حالت ده هغه سمبالوو او مثبت خوا ته یې بدلوو نو زموږ ځوانیتوب په خلاصيدو شي. نتیجه عبثه ځواني.
اخیري یعنې دریم حالت د بو‌‌‌‌‌‌ډاتوب مرحله ده چې باید یو ښه مشاور خپلې کورنۍ، ټولنې او هېواد ته ووسو، کورنۍ، ټولنه او هېواد له موږ نه سالمې او معقولې مشورې غواړي خو بدبختانه زموږ دوه حالته چې یو ماشومتوب او بل زلمیتوب ده څنګه چې اړین وه په هغه شان مو نه ده تېر کړی نو زموږ مشورې معقولې نشي کیدلی. د بو‌‌‌‌‌‌ډاتوب نتیجه هم صفر . کله چې موږ له داسې ستونزو او مرحلو سره مخ یو نو موږ به څنګه پرمختګ وکړو.؟
له دغو حالاتو سره چا مخامخ کړي یو؟؟
زما په اند لمړۍ او خطرناک دوښمن چې غواړي موږ په همدغو حالاتو کې باقي پاتې او همیش د بل د لاس بازیچه وګرځو هغه ناپوهي او بې سوادي ده.
راځئ په ګ‌‌‌‌‌‌ډه خپل ماشومان د ماشومتوب په مرحله کې له بدبختیو څخه وساتو او په ماشومتوب کې یو څو احساسه ورکړو یو اسلام دوستي ورسره ایمانداري. دوهم وطن دوستي. او دریم د تعلیم په حاصلو ځان قربان ول.
راځئ چې د زلمیتوب له مرحلې څخه سالمه او معقوله استفاده وکړو تر څو په بو‌‌‌‌‌‌ډاتوب کې یو ښه مشاور خپل کور ته خپلې ټولنې ته او خپل هیواد ته پاتې شوو.
بنیادي تغیر ته ضرورت لرو هغه تغیر له ماشومانو باید شروع او په بو‌‌‌‌‌‌ډاتوب یی باید ختم کړو.
اوسنۍ اکثراً انځوري رسنۍ چې په افغانستان کې فعالیت لري زموږ نوی نسل یې د جهالت تور شپو ته ور مایل کړی دی چې زموږ دولت مکلف ده چې په دې ارثه کې جدي اقدام وکړي. د دولت مس‌ؤولیت.
دوامداره جګړه هغه شومه پدیده ده چې زموږ د واړه او زاړه فکر یې له پرمختګ څخه اړولی دی.
الله ج د په ټول هیواد کې سوله او امنیت راولي، تر څو یو آباد او پیاوړی په خپلو پښوو ولاړ افغانستان ولرو.
د هر کار ابتداء باید مسبوط وي او همدارنګه د خپلو ماشومانو باید سالمه روزنه وکړو.