د تاريخ ننداره چاپ شو

د هېواد د تکړه ليکوال، ژورناليست او ژباړن استاد اسدالله غضنفر د ژباړې ټولګه «د تاريخ ننداره» چاپ شوه. استاد د ډاکټر مبارک علي ليکنې ژباړلي او په دغه ټولګه کې يې را ټولې کړي دي. دغه ليکنې مخکې په برېښنا پاڼو او چاپي خپرونو کې هم چاپ شوي دي. دغه کتاب په نیدرلند کې افغاني کلتوري ټولنې خپور کړی او مالي ملاتړ يې سادات مرستندويې ټولنې په غاړه اخيستی دی. چاپچارې يې سهر مطبعې سمبال کړې دي.
دغه کتاب په ۳۰۴ مخونو کې چاپ شوی چې ټول ۷۶ سرليکونه لري او د ډاکټر مبارک علي د۷۴ ليکنو ژباړې پکې را ټولې شوې دي. د کتابونو د پاڼې نوعيت متوسط دی او پوښتۍ يې په ښه رنګه کاغذ چاپ شوې ده.
په لومړۍ پوښتۍ يې د هندوستان د لعل کلا او تر څنګ يې د پاکستان منار راغلی چې د پاسه په «د تاريخ ننداره» ليکل شوي دي د هغې لاندې د پوښتۍ په سم نیمايي کې ليکل شوي «د اسدالله غضنفر ژباړه» او د هغې لاندې د چاپ کال «۱۳۸۸ ژمی» ليکل شوی دی.
په وروستۍ پوښتۍ کې وروسته له نیمايي «په نیدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې» نښان راغلی د هغې لاندې د کتاب د ISBN نښه ده او د هغې لاندې په سپینه کرښه کې «په نیدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه» ليکل شوي دي.
په کتاب د ژباړن د سریزې پرته د خپروندويې ټولنې یادښت او د سادات مرستندويې ټولنې یادونه هم راغلې، هغوی په یادونه کې ليکلي چې د دغه کتاب مالي ملاتړ يې د سیدمجیب احمد لمر د شهادت د څلورم تلین په ویاړ کړی دی. په دغه یادونه کې د دغه ښوونکي یادونه شوې او هغه يې د افغانستان د ښوونې او روزنې د برخې تکړه هڅاند بللی چې د ښوونې او روزنې د سيسټم د سمسورتیا هیله يې د نیمګړي ژوند له کبله پوره نشوای کړی.
ډاکټر مبارک علي د پاکستان او هندوستان تکړه تاريخپوه دی چې آثار يې په وضاحه توګه د ده د بې طرفۍ ښکارونديي کوي، د ده دغه ليکنې د تاريخ، فلسفې او ټولنپوهنې په څانګو پورې اړه لري چې د استاد غضنفر په وینا دغه کتاب د افغانانو د بېځایه کلتورنو د اصلاح لپاره غوره لاسوند دی.
د دغه کتاب د چاپېدو له امله افغان ولس، په نیدرلند کې افغاني کلتوري ټولنې، سادات مرستندويې ټولنې او تکړه استاد غضنفر ته د زړه له تله مبارکي وړاندې کوم. له لوی څښتن تعالی څخه دوی ټولو ته اجر او ثواب غواړم او په دو هیله یم چې دوی ټول خپلو دغو کلتوري چارو ته دوام ورکړي او د هېواد د ادب او علم په ډګر کې نورې لاسته راوړنې ولري.
په درنښت
سيدعبدالله ولي زی