
بهرنيو ځواکونو تېره ورځ په وردګو کې درې ملکي کسان ووژل او دوه نور يې ټپيان کړل. په وژل شويو کې يوه يې د وردګو ولايت اوسېدونکې او د غزني په روغتون کې ډاکټره عاقله حکمت، د هغه زوى او يوه لېورزۍ شامل دي.
له سيمې څخه يوه عيني شاهد د آغلې د کورنۍ غړو ته وويل چې تېره ورځ ماسپښين مهال د وردګو ولايت د سيد آباد ولسوالۍ اړوند د شنيز درې په زرني سيمه کې د بهرنيو ځواکونو پر موټر بمي چاودنه وشوه.
هغه زياته کړه چې له دې چاودنې وروسته بهرنيو ځواکونو د کابل کندهار پر لويه لار تلونکي موټر ودرل او د غچ اخيستو په موخه يې هرې خوا ډزې پيل کړې چې په ترڅ کې يې د يوې کورنۍ درې تنه ووژل او دوه نور يې ټپيان کړل.
ډاکټره عاقله حکمت د غزني ملکي روغتون ډاکټره او پس له وخته د غزني په ښار کې کتنځی لري، چې د شپې او ورځې یې مریضان کتل او په دې توګه یې د وطن خدمت کولو. آغلې ډاکټر تر دې مخکې هم د هلمند او وردګو په ولایتونو کې خپلې دنده ترسره کړې. نوموړی د کابل د رابعه بلخي له لیسې څخه په لوړه درجه فارغ شوه او د کانکور د آزموینې وروسته یې د کابل طبي پوهنتون په کدري نمرو پای ته ورسولو. دا چې د خلکو سره یې مینه درلوده نو د خلکو سره یې مامخ دندې ته ترجیح ورکړه او خپله مقدسه دنده یې تر فراغت وروسته پیل کړه. روح دی ښاده وي.
په درنښت