
د روهي ويبپاڼې قدرمنو قلموالو همکارانو، سلامونه او درناوی!
په دې هيله، چې روغ او جوړ اوسئ. ستاسو د همکاريو په پايله کې، ستاسو پاڼه اوس ډير مينه وال او لوستونکي لري. څرنګه، چې موږ د روهي وېبپاڼې نوی ډيزاين پر ليکه کړی او دا د پخوا په پرتله ډيرې ښيګنې لري او تل زموږ هڅه دا ده، چې د نړۍ د معتبرو ويبپاڼې په څېر ښکلي او معياري پاڼه په پښتو ژبه ولرو.
په نوې ډيزاين کې مو په پام کې نيولې، چې خپل قلمي همکاران لوستونکو ته ور وپيژنو. له تاسو نه هيله کيږي، چې خپل ژوند ليک يا پيژندګلوي له يوه انځور سره موږ ته راوليږئ. دغه ژوند ليک به ستاسو د هرې ليکنې په پاي کې، ستاسو تيرو ليکنو له لست سره راځي.
يوه هيله مو دا ده، چې تل مو نوم يو ډول وليکئ؛ که منځ کې فاصله کې هم بدلون راشي، نو ستاسې پخواني ليکنې بيا د لست په پای کې له ژوندليک سره نه راځي.
مخکې له مخکې له تاسو نه مننه کوو
د روهي وېپپاڼې اداره