ستــــا د دره بېنــــــوا ېم راوتلـــــــــــی
په خوله چپ ېم هم په زړه ېم ساه وتلی
څه ګناه ده ستا په حق کې رانـــه شوې
چې بې رحمه دې په زړه ېمه داغلــــی
په ظاهره سرې لمبې مې څوک نه وېني
پټ په زړه کې په لمبو ېم سوځېدلـــی
بېنوا چــــې دې د دره را رخصت کــــړم
ستا کــوڅـــو کــــې هلکانــــو ېم وېشتلی
دا زړګې دې را له مات کړو په زړه سختې
بس دې نـــه وه په غوســــه دې ېم شړلـــی
دژوندون چــــارې خو شولې راتــه ګرانې
شوم بې وســـه د هــــر څه نه ېم لوېدلی
د ماشـــوم غوندې زه تا پسې کـــړېږم
په خېالونو کې دې ډېر ېم ځورېدلی
خلک بولــي لېونی مــــې د وختونو
د پخـوا نـــه ستا هجران ېم کــــړولـــی
مات زړګی مې نه جوړېږې خدای خبردی
ځکــــه تا پّــــه سختـــــه ژبه ېم رټلــــــی
بل به نه وي سخت عاشق زما په شانې
ستا په مېنه کـــې بد نام ېم نـــوم وتلی
روفي دې د دېدن خېرات لږ غواړي نازنېنې
رحـــــم وکـــــړه اوس دې در ته ېم راغلـــی
مطيع الله رؤفي
وروستي