هیلې په اړه د لویانو فکرونه(آتمه برخه)

هیله د بریا او خپلو ټولو غوښتنو ته د رسېدو لومړنۍ کلي ده.
«حسین بهزاد»
د انسان تر ټولو ستره شتمني هیله ده.
«سکندر کبیر»
هیله د هغه ځای مثال لري، چې ټولې بشري چارې د یوې دایرې په څېر له هغې څخه تاوېږي.
«لرد بایرون»
هیله خوځنده پیاوړتیا ده.
«ساموئل بنا پارت»
تر ټولو پړ کسان هغه دي، چې مایوسه او ناهیلی روح لري.
«ناپلئون بنا پارت»
نړۍ په هیله ولاړه ده او انسان په هیله ژوندی دی.
«علي اکبر دهخدا»
ژوند هغه حق دی، چې د هیلې پر بنسټ ولاړ دی. هغه کس، چې هېڅکله هیله مند نه دی، نو هېڅکله باید د ناهیلۍ خلاف(سرچپه) تمه ونه کړي.
«جورج برنارد»
پرته له هیلې وګړي نیمايي ژوندي دي یعنې بشپړ نه دي ژوندي او د هیلو له مخې فکر کوي، خیال ویني او لاس په کار کېږي.
«چارلز ساویر»
د بد لید لوري پر ځای د هیلو په دښته کې لالهانده ګرځېدل غوره دي.
«ویل دورانت»
محمداکبر حقمل M Akbar Haqmal