په ترکيه کې د روسيې سفير ووژل شو

په ترکيه کې د روسيې سفير «اندرې کارلوف»، د ټوپک په ډزو ویشتل شوی او وژل شوی.
په ترکيه کې د روسیې سفارت سرچينې، د دغه خبر د پخلي تر څنګ ويلي، چې نوموړي په پلازمېنه انقره کې د انځورګرۍ په يوه نندارتون کې وينا کوله، چې وويشتل شو.
سرچينې زياتوي، چې داسې شک کيږي، چې دغه بريد د سختدريځه اسلامپالو لخوا شوې وي.
دغه بريد يوه ورځ مخکې، روسيې ته د ترکيې د بهرنيو چارو د وزير له تګ نه تر سره کيږي. ټاکل شوې په مسکو کې به د روسيې او ايران سره د سوريې په هکله خبرې تر سره شي.