« فسبوکي» غلا ؟ که :  « ادبي سرقت » !؟

 
په افغانستان کې « جهاد » ، « جهادي رهبرانو » ؛ «جهادي  آمرينو او قوماندانانو » د افغانستان ځوانانو ـ نوو نسلونو ته پنځه  ډېر مُهم زيانونه  ور واړول !؟
هغه پنځه تاوانونه کوم دي ؟
زما په نظر هغه دادي :
۱. د خپل هېواد ورانونه او پلورنه يې ورته عادي  څيز وګرځول !
۲. د بهرنيانو جاسوسي يې ورته د ژوند ضروري او روا چاره کړله !
۳. د افغانانو وژل يې ورته د « جهاد » په نوم روا ، معقول او اړين کسب کړ !
۴. د بيت المال چورول ، لار وهنه ، قاچاق وړل ـ راوړل ، اختطاف ( انسان تښتونه ) ، پر نورو خلکو( نرينه وو او ښځو) باندي جنسي تيری کول ، خيانت کول ، قانون نه منل ، د دولتي شتمنيو لوټول ، دروغ ويل ، د دولتي ځمکو غصبول ؛ رشوت اخيستل( بډې خوړل ) او ورکول يې ورته روا کړل !
۵. مُطلق اکثريت يې له زده کړو ، درس ، تعليم  او تربيې څخه بې برخې کړل ، ډېر زيات يې لوفران ، لډران ، پوډريان ، چرسيان ، بدکاران او غله کړل !
زه اوس خپل اصلي مطلب ته را ګرځم :
د فسبوک په  ارتې «انترنېتي» نړۍ او ټولنيزې رسنۍ  کې مېليونونه انسانان يو له بل سره اړېکي ساتي ! ځينې ليکوالان ، ژورنالستان ، ژباړوونکي ، قلموال ، هُنروال او سندرغاړي پکې د خپل ذهن او استعداد هُنري پنځونې ثبتوي او خپروي !!
خو له ډېره بده مرغه ، ډېر ځوانان ، پېغلې او يو شمېر د پاخه عُمر کسان هم  په فسبوک کې د شاعرانو ، ليکوالو ، ژورنالستانو او ژباړوونکو شعرونه او مطالب په رڼا ورځ غلا کوي او په خپل نوم يې خپروي ! هېڅ شرم او حيا هم نه کوي ! دا خيال هم ور سره په مغزو کې نه ګرځي ، چې : « د غله په ږيره خلی دی !» يا دا چې : « د ګاونډي خوله چې پټه کړې ، نو پر سر به يې چېرې کړې  ؟! » او يا داچې : « اوښ غلا کول او د هغه تر پزي لاندې پټ تېرول ناشونی کار دی !؟ » دوی ته د نورو د ذکاوت او فطري استعداد پنځونې او ادبي ـ هُنري لاسته راوړنې ( اثاراو تخليقات ) داسې دي، لکه د دوی د پلرونو  ميراثونه او يا هم د دوی د مورګانو اشتکې !!
زه دا پلا تاسو ته يو مستند سند وړاندې کوم :
که چېرې تاسې په( انټرنېټ ـ ګوګل )کې وليکئ : « د افغانستان مشران او اولادونه يې »
او دغه مطلب « ريسرچ » کړئ ( ويې لټوئ ) او پيدا يې کړئ ؛ بيا يې ښه په ځيرتيا سره وګورئ ، نو پوه به شئ چې دا لنډ معلوماتي مطلب څو کسانو يو له بل څخه « کاپي » ( غلا ) کړی دی او د خپل فسبوک پر مخ يې خپور کړی دی !
زه اوس پر دې نه پوهېږم چې د دې مطلب اصلي ليکوونکی څوک دی ؟ څه کاره دی ؟ چېرې دی ؟ چې د خپلې ليکنې غله پيدا کړي! او له هغو سره توره او سپينه معلومه کړي !!
« د افغانستان مشران او اولادونه يې » :
۱. دغه مطلب په : ۲۷/ اپريل / ۲۰۱۴ م . نېټې ؛ همزمان دوو کسانو : ( نجيب « ننګيال » او « زيارمل ـ افغان » ) په خپلو فسبوک پاڼو کې خپور کړی دی !
۲. همدا مطلب ، له خپلې ټولې منځپانګې او عين شکل سره کټ مټ په:  ۲۸/ اپريل / ۲۰۱۴ م. نېټې : ( دريا خان « شينواري » ، اجمل « حاجي زاده » ، ابوبکر « يوسفزي » ، حبيب الله « بهار » ،« راځئ چې په خپله ژبه خبرې وکړو !» ، « لر او بر پښتون » ، آريانا زما جانان دی !» ، شفيقه « خپلواک » ) فسبوک پاڼو والاوو په خپلو فسبوک پاڼو کې خپور کړی دی !
۳. همدا ذکر شوی مطلب ، تر عين سرليک لاندې او په  ټولې عين محتوا په  : ۲۹ / آپريل / ۲۰۱۴م . نېټه اختيار « مشرقيوال » په خپله فسبوک پاڼه کې خپور کړی دی !
۴. همدا ذکر شوی مطلب په: « د افغانستان تاريخ » فسبوک پاڼه کې ، په : ۸/ د می / ۲۰۱۴ م. نېټه ؛ رحيم « خوستي » خپور کړی دی او دا يې هم ور سره ليکلي دي : « ليکوال : رحيم « خوستی » ؛
۵. عين مطلب بيا تر عين سرليک لاندې ، په عين محتوا سره ، حزب الله « اتل » په : ۱۲/ جولای / ۲۰۱۴ م . نېټه په خپله فسبوک پاڼه کې خپور کړی دی !!
اوس نو تاسې درانه لوستوونکي په خپله قضاوت وکوئ ، چې  په دغو : ( ۱۴ ) کسانو کې کوم څوک د دغه مطلب اصلي ليکوونکی دی ؟ او کوم ( ۱۳ ) تنه « فسبوکي » غله او « ادبي سارقين » دي !!؟؟