په یمن کې ځانمرګي برید ۳۰ سرتېري ووژل

پرون په یمن کې يوه ځانمرګي بريدګر د دغه هېواد په جنوبي بندري ښار عدن کې په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ٣٠ سرتېري وژلي دي.
په پېښه کې ګڼ نور کسان ټپيان شوي دي.
د يمن چارواکي وايي چې د بريد موخه د سرتېرو هغه ډله وه چې يوې پوځي اډې ته نږدې د خپلو معاشونو اخیستلو لپاره راغونډ شوي وو.
تراوسه کومې ډلې د دې برید مسؤليت نه دى منلى. خو دا پېښه اته ورځې وروسته له هغې کېږي چې په دې پوځي اډه کې ورته بل برید هم شوی و او داعش ډلې يې مسؤليت منلى و.
په هغه برید کې ۴۸ سرتېري وژل شوي وو.
دغه ښار د هغو ډلو په کنټرول کې دى چې د ولسمشر عبدو ربه منصور هادي حکومت ته چې په نړيواله سطحه په رسميت پېژندل شوى- وفادار دي.