
په دې وروستیو کې ګورم چې په ټولنیزو رسنیو لکه ( فیسبوک پاڼو، راډیوګانو، ټلویزیونونو) بېلابېلو کورنیو غونډو او مجلسونو کې سیاسې خبرې او بحثونه کېږي او هیوادنۍ مینې او چوپړ ته د سیاست کلمه کارول کېږي؛ نو له همدې کبله مې وغوښتل د عامو پاک زړو وګړو د ژغورولو په موخه یوه لنډه لیکنه وکړم؛ تر څو د هغه مکارو او پردي پالو د شومو اهدافو څخه د ملاتړ او د هغوي د ناوړه پلانونو د ترسره کولو ښکار ونه ګرځی او مخه یې ونیول شي.
زما په آند هیوادنې مینه او چوپړ په سیاست پورې تړاو نه لری. دا مونږ یو چې د ځان ځاني غوښتنو او څوکۍ د تر لاسه کولو په موخه سیاسي مکارتوب ته د هېوادنۍ مینې او چوپړ نوم وربښو؛ او د هېواد د اصیلو بچېانو سترګو کې د خاورې شیندلو هڅې تر سره کوو.
سیاست په افغانستان کې دومره عام شوي دي چې له ماشوم څخه را نیولې بیا تر ځوان، سپین ږیری، بزګر، هټیوال ، خیاط او شپون پورې ټول په سیاست کې غږیږې؛ او هر یو تر بل زیات ځان ښه سیاست پوه او هوښیار ګڼي. دلته داسې کسان هم شته چې د دندې له ګوښه کېدو وروسته په کور کې د ماشومانو د شور او زړه تنګوالی له کبله د کور له انګړ څخه بهر راوځي او د ژمني لمر څخه د خوند اخیستلو تر څنګ د فېسبوک پرانیستلو وروسته سیاست ته مخه کوي؛ بیا نو د پوره ناپوهۍ له کبله ډول ډول شعارونه او نورو سیاسي مشرانو او عامو وګړو د رټلو او بې عزته کولو باندي پيل کوي.
دلته داسې ډلې اوټپلې هم شته چې د شهرت د تر لاسه کولو لپاره د ځینې نورو سیاسي مکارانو سره د ډول ډول غوړه مالۍ وروسته د ارتباط ټینګولو هڅې کوي؛ او بیا د همدغه مکار، ناپوه او پردي پالو مشرانو له شعارونو او پوچو نظریاتو څخه د ملاتړ ویاړ تر لاسه کوي؛ او د پردیو پلانونو د تطبیق په موخه د ډول ډول خپل منځي غونډو او مجلسونو د تر سره کولو وروسته د قوم او ژبې د چوپړ نعرې اوچته وي؛ او په لوي لاس د هېواد ملي ارزښتونو، ملي یووالي او دیني ارزښتونو ته د زیان رسولو لمن وهي.
ډېرکله داسې هم پېښېږي هغه کسان چې د هېوادنۍ مینې پر بنسټ خپل هېواد او هېوادوالو ته د ريښتيني چوپړ د ترلاسه کولو پر بنسټ مټې نغاړي؛ د همدغه مکارو سیاست پوهانو له کبله په ډول ډول تورونو غندل کېږي او تر دې چې دغه د هېواد ریښتیني خدمت ته ژمن کسان بیا په خپله له چوپړ لاس اخلي او میدان همدغه سیاسي ناپوهانو ته سپاري.
چوپړ یوازې دې ته نه ویل کېږی چې د ګلونو په پالنګ ناست وي او لویې لویې خبرې وکړې او د چوپړ نعرې ووهې. چوپړ یوازې دې ته نه ویل کېږی چې د شهرت د ترلاسه کولو په موخه د بل چا عزت او شخصیت ته زیان ورسوي.
سیاست پوهه! د هېواد د سمسورتیا په موخه دې د کور مخې ته د یوې ونې کېنول تر سیاسي چوپړتیا خورا غوره کار دي. کومه پانګه چې ته د سیاسي غونډو لپاره لګوې ښه به نه وي که هغه د یوه غریب او بې پلاره ماشوم سره کوم چې پر سړکونو ورځې شپې تېروي مرسته وکړې؟ تر څو وکړلي شي ښوونځۍ ته لاړشي. کومې خبرې چې ته د ملت او وګړو د دوکه کولو په موخه د ټلوېزیونونو او سیاسي غونډو له لارې د وګړو تر غوږونو رسوې ښه به نه وي که د هغې کم تر کم پنځه سلنه ته د عمل جامه ورواغوندې.
نو زما په آند که غواړې چې نوم دې تاریخ کې په زرینو کرښو ولیکل شي د سیاست، څوکۍ، پردۍ پالنې او ځان ځاني ارزښتونو شاه پرېږده؛ د هېواد د اصیل بچې په توګه د هېواد ملي ارزښتونو، دین، کلتور او ریښتیني چوپړ کولو ته ژمن شه.
په پښتو کې یو متل دی چې وایی:
لمرپه دوه ګوتو نه پټیږي
ته ځان کې د مشرۍ اوریښتیني چوپړ کولو وړتیا پیدا کړه؛ همدا ته به مو مشر وې.
په پاي کې د یو روڼ آنده، پوه ،ویاړلي او ریښتني چوپړ ته ژمن ځوان نسل په هیله.
لیکوال: حکمت الله نظري