د ارواښاد پروفيسر ډاکټر عثمان په ياد

ميندې راوړي اولادونه ډير بې شماره
پکې يو نيم سکندر يا اپلاتون شي

پدې خبره هر څوک باور لري چې يوه ورځ به له دې فاني جهان څخه لاس په سرکيږی ، مګر هيڅوک پدی راز نه پوهيږی چې زه به کله لدی نيمګړی جهان سره مخه ښه کوم ، لدی نيمګړی جهان څخه په تلو د هر چا ځای تش معلوميږی ، د چا په تلو صرف کور ړنګ شی ، د چا په تلو کلی وران شی ، او د چا په تلو ټول وطن د ویر په ټغر کینی . .
ارواښاد الحاج پروفیسور دوکتور محمد عثمان یادوم ، چې يو څو ورځی مخکی یې لدی فانی جهان سره مخه ښه وکړه ، دده په تلو ټول افغانستان په طبی لحاظ ړنګ ښکاريږی .
ارواښاد پروفیسور دوکتور محمد عثمان د خوست ولایت اوسیدونکی و ، د خوست ولایت سره یی د وینی رشته درلوده ، مګر د انسانیت رشته یې د افغانستان ټول ولس سره وه ، ارواښاد پروفیسور دوکتور محمدعثمان د طبی خدماتو ډیره دوره د افغانستان په مرکز کابل ۶۰۰ بیستره ایز روغتون کی شپه او ورځ تیره کړه .
ارواښاد پروفیسور دوکتور محمد عثمان د لوړو تحصیلاتو سره په څنګ کی د ډیر زیار په وجه ښه تجربکار ډاکتر شو ، او تر هر څه چې ډیر یې د قدر وړ بولم هغه دا چې دای هر وخت انسانیت ته په احترام سره قایل و ، او په ظاهر او باطن کی د انسانیت مقام ته رسیدلی انسان و ، هغه د فانی ژوند فلسفی په راز پوهیدلی ؤ ځکه یې شپه او ورځ پخپل وطن کی د ولس په خدمت کی خپل ژوند قربان کړ ، دهغه سره د احمد او محمود خبره هيڅ مطرح نه وه .
ارواښاد پورفیسور دوکتور محمد عثمان په خپل مسلک مین سړی و، او خپله دا مینه یی په ثبوت ورسوله ، او په نتیجه کی خپل ځان لکه ځلانده ستوری وځلاو، هغه د هر چا دپرهر مرهم و ، مګر افسوس چې هيڅوک ددی جوګه نشول چې د ده دپرهر مرهم وګرځی .
خو ګیله راته پدی راغلی ده چې صرف يو دوو نفرو نه علاوه هیچا د ده په اړه څه ونه لیکل ، لیکوالان، ژورنالستان ، هوښیاران ، قانون پوهان ، ډکتران خصوصآ د خوست ولایت ژورنالیستان هم چوپ دی ، په افغانستان کی هم عجیب قانون دی هغه دی ځنګل قانون دی ، چې صرف پکی د ظالم او زورور ځناور قدر وی .
لږ تیز ولاړم ، خو سوخت ځکه راشی چې هغه چا چې ډیری ککرې له خاورو لاندی کړی دی ، د هغه د مړینی مراسم تر ټولو ښه نمانځل کيږی په واټونو کی یې مجسيمی جوړی شی ‎د مړینی هر سالګره کی یې توری جنډی په هر ځای ځوړندی وی ، حتيً په هغه ورځ د افغانستان بیرغ هم نيم ځوړند وی ، کیدای شی زما دا لیکنه په ځینو لوستونکو بد تاثیر وکړی ، خو زه به په بدل کی دومره ورته ولیکم چې هر څنګه مو پر ځان پیزو وی نو نور هم له نظره مه غورځوی ، که دی يوه قاتل او ظالم مجسمه جوړيږی او دی يوه طبی پروفیسور په اړه يوه لیکنه نه خپروی دا انصاف دی نه هيڅکله هم نه .
ولی افغانستان لا تر اوسه هم د ناورینونو ، طوفانونو ، او مرګونو ځاله ده ؟
دا ځکه چې امارت ، ریاست ، پارلمان، ملی شورا، چهادی ډلی ، او ګوندونه دا ټول خو یا په خپله ظالمان دی او یا د دوی ملګری دی ، کنه ولی به دی يوه ظالم مجسمه په واټ کی جوړیده . او بله خبره دا چې د افغانستان راتلونکی نسل به له دغو مجسمو څخه څه عبرت واخلی ‎؟ او دوی به څه فکر وکړی چې دغی څیری افغانستان ته څه کړی دی ؟
طبعی ځواب به یی دا وی چې د دغی مجسمی اتل د يو ملت قاتل ملی قهرامان بلل شوی دی ځکه چې ډیری ککری یې له خاورو لاندی کړی دی ،
اوس هغه وخت رارسیدلی دی چې د افغانستان ولس پدی پوه شی ، چې نوره باید د هوښیارنو ،علمانو او پروفیسورانو په غم کی توری جنډی ځوړند کړی او د دوی په ویاړ باید خپلی اوښکی توی کړی ، او همدارنګه د واټونو پر سر باید د هوښیارانو او پروفیسورانو مجسمی جوړی شی تر څو چې دا نوره نسل هم د انسانیت مقام ته متوجی شی .
بی علمه او ناپوهه کسان هيڅ کله هم يوه هيواد ته انکشاف نشی ورکولی او هر وخت دوی د پرمختګ خنډ ګرځی.
خیر اوس که هر څومره په چېغو چېغو هم وژړيږو ارواښاد پروفیسور دوکتور محمد عثمان به بیا بیرته راستون نشی ، خو ما د خلکو دا جفا او خپله بی وسی ژړوی او يو شاعر څه ښه د خپلی بی وسی اظهار کوی وایی. .
. څوک به می وژنی یا نه زړګیه
خو دا بی وسۍ به می ضرور ووژنی
د ارواښاد الحاج پروفیسور دوکتور محمد عثمان روح د ښاد وی او یاد یې ابدی وګرزوی.
هلمند پرديس
د اوکراين جمهوريت د اديسه ښار