د لویانو خبرې او فکرونه/ (اوومه برخه)

که چېرې هیلې شتون نه درلودلای، نو مور به زوی نه وو زېږولای او چا به ونه نه پېژندله.
«حضرت محمد«ص»»
هیله هغه درمل دي، چې روغ به مو نه کړي، خو د درد پر وړاندې د زغم وړتیا به درکړي.
«مارسل آشار»
له خدای(ج) څخه هیله د عزت ارزښتمنې جامې او د ختلو ښه زینه ده.
«امام جواد«ع»»
زموږ هیلې سراب دوکه کوي، خو لږ تر لږه د ژوند دوره مو په خوښۍ سره پای ته رسوي.
«آنتوني رابنز»
هیله د هغې اړم مثال لري، چې کولای شي د انسان د حرکت او خوځښت لامل شي.
«توماس فولر»
له هغه کار څخه کوم، چې ترسره کوو باید د کوم څه تمه او انتظار ونه لرو، په هغه شرط یا په هغه صورت کې، چې یوازې هغه څه مو درلودل د کوم، چې نوم هیله ده.
«ادګار واتسون هاو»
د آسمان په تورو ورېځو کې هر وخت خپل ژوند وینو، باید هر څه ته د تیارې او ظلم په سترګه ونه ګورو په حقیقت کې باید لمر ته ځير شو.
«سومائل اسمالیز»
محمداکبر حقملM Akbar Haqmal