
له طالبانو سره مخامخ خبرې
له ښوونځیو سره ولې دښمني؟
له طالب استازو زموږ یو بل جدي او مهم بحث د ښوونځیو او پوهنې په اړه و. په تېرو ۱۵ کلونو کې سلګونه ښوونځي سوځول شوي او یا هم تړل شوي دي. رسمي سرچینې وايي چې اوس په افغانستان کې تر ۱۰۰۰ زیات ښوونځي تړل شوي دي.
دغه ښوونځي په هغو سیمو کې تړل شوي چې هلته وسله وال طالبان واکمن دي او یا هم په هغو سیمو کې دي د دولت او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه روانه ده.
په ځینو ولسوالیو کې چې د وسله والو تر کنټرول لاندې دي، ښوونځي خورا کم او کمزوري دي.
ان داسې ولسوالۍ هم شته چې له سره په کې ښوونځي نشته.
د بېلګې په ډول د زابل ولایت پنځه ولسوالۍ هېڅ ښوونځی نه لري. په دغو ولسوالیو کې نه یوازې دا چې کوم رسمي ښوونځي نشته، بلکې داسې غیر رسمي ښوونځی هم نشته او ټول ماشومان یې له زده کړو بې برخې دي.
د کندهار په ښورابک او ريگستان ولسواليو کې هم هېڅ ښوونځي نشته او ټول ماشومان یې له زده کړو محروم دي.
د غزني په زنخان، اببند او ناوې ولسوالیو کې یو زده کوونکی هم له ښوونځي نه دی فارغ شوی. د زابل، غزني، کندهار، ارزوګان، هلمند، فراه، پکتیکا، پکتیا، کونړ او ننګرهار په ځینو ولسوالیو کې یا خو هېڅ لیسه نشته یا هم یوازې یوه لېسه لري چې په هېڅ ډول د ټولو زده کوونکو لپاره بسنه نه کوي. د همدغو او نورو ولایتونو په ځینو ولسوالیو کې یوازې لومړني ښوونځي شته چې په خورا بدحالت کې دي.
د ښوونځیو تړلو او سوځولو میلیونونه ماشومان له زده کړو بې برخې کړي دي. ویل کېږي چې د ښوونځیو د تړلو او سوځولو له امله اوس هم درې نیم میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي. له زده کړو بې برخې شوي ماشومان پښتانه دي او د افغانستان په هغو برخو کې ژوند کوي چې یا د طالبانو تر کنټرول لاندې دي او یا هم هلته جګړه روانه ده.
دغه راز په هغو سیمو کې چې نا امني ده یا د طالبانو تر کنټرول لاندې دي، د زده کړو د کیفیت په اړه هم جدي اندېښنې شته. له دې امله چې نا امني زیاتېږي، نو وېره دا ده چې دا حالت به لا زیات خراب شي. دا حالت رښتیا هم د افغانستان لپاره، په ځانګړي ډول د پښتنو لپاره خورا بدې پایلې لري.
له همدې امله یې د مخنیوي لپاره جدي ګامونو ته اړتیا ده.
د ښوونځیو د تړلو او سوځولو پړه ډېری وخت پر وسله والو طالبانو ور اچول کېږي، موږ په همدې تړاو په قطر کې له طالب استازو وپوښتل او داسې مثالونه مو راوړل چې طالبانو ښوونځي تړلي، سوځولي او یا یې هم په کې ناوړه مداخله کړې ده. طالبانو زموږ پوښتنو او نیوکو ته ځوابونه درلودل چې موږ دلته پرې تم کېږو:
انکار: طالب استازو د ښوونځیو له تړلو او سوځولو یو مخ انکار وکړ؛ دوی وویل چې موږ هېڅکله ښوونځی نه دی سوځولی او نه مو تړلی. طالب استازو ویل چې دوی د ښوونې او روزنې کمېسیون لري، د پوهنې ملاتړ کوي او په دې برخه کې مرسته کوي. دوی د خپلو مشرانو د پیغامونو یادونه وکړه چې د ښوونځیو د سوځولو او بندولو د مخنیوي لپاره یې خپلو جنګیالیو ته ورکړي دي.
طالب استازو د خپلو خبرو د تایید لپاره د افغان دولت د چارواکو ځیني نقل قولونه راوړل، دوی د پوهنې د پخواني وزیر فاروق وردګ خبرې یاد کړې. فاروق وردګ د ۱۳۹۰ کال د غبرګولي په ۳۰مه ویلي وو: ((زه وایم چې طالبان به د یو حزب، تحریک او بل هر نوم چې ورکوئ، زه فکر نه کوم چې موجود وي، له بده مرغه زیاتره اشخاص او افراد چې غلا او لوټل کوي، د طالب په نوم کار کوي، هېڅوک داسې نه وایي چې زه غل یم او په هغه ولایت کې مې ښوونځی وسوځاوو، خو دا کس حتما د ځان لپاره نوم ټاکي او وایي چې زه طالب یم، نو ما ته د طالبانو له خوا داسې پیغامونه را رسېږي چې دوی نور له پوهنې سره مخالفت نه کوي.))
د طالبانو د بدنامولو هڅې: د طالب استازو یوه ادعا دا وه چې ډېری وخت ښوونځي دولتي چارواکي او استخبارات د دوی د بدنامولو لپاره سوځوي. طالبانو د وردګو د پخواني امنیه قوماندان یادونه وکړه چې د دغه ولایت په یوه سیمه کې یې ښوونځی وسوځاوه چې وروسته یې ویډیو هم خپره شوه. د دې ادعا ردول او تاییدول زموږ لپاره ستونزمنه وه؛ نو ځکه همداسې د طالبانو د ادعا په حد کې پاتې شوه.
فساد: طالبانو ادعا وکړه چې ډېر کله فساد د دې لامل کېږي چې ښوونځي وسوځول شي. دوی وویل چې کله ښوونځي د قراردادیانو له خوا په ټیټ کیفیت جوړ شي، خو له تسلیمۍ مخکې یې وسوځوي، تر څو یې کیفیت معلوم نه شي.
د زده کوونکي ناکامي او نورې ستونزې: په قطر کې طالب استازو دا خبره هم وکړه چې کله کله زده کوونکي یا ښوونکي ځیني اختلافات پیدا کړي او په پایله کې یې ښوونځي وسوځول شي. دوی په کابل کې څو میاشتې وړاندې د یوه ښوونځي د سوځول کېدو خبره وکړه چې د زده کوونکو د محرومۍ او یا ناکامۍ له امله هغوی ښوونځي ته اور اچولی و.
ښوونځي د نظامي مرکز په توګه: طالب استازو دا ادعا هم کوله د دوی د مخالفینو (بهرنیو ځواکونو او افغان ځواکونو) له خوا ښوونځي د نظامي مرکزنو په توګه کارول کېږي. له همدې امله ښوونځیو ته زیان اوړي او بندیږي.
فرهنګي ستونزې: د قطر د دفتر یوه غړي مولوي دین محمد حنیف موږ ته وویل چې په ځینو سیمو کې فرهنګي ستونزې هم شته او یا خلک له ښوونځیو سره مینه نه لري. له همدې امله هلته ښوونځي نشته. دوی د زابل، اروزګان او ځینو نورو لایتونو یادونه وکړه چې خلک یې له ښوونې سره دومره علاقه نه لري.
دا خو د طالبانو ادعاوې وې، خو حقیقت پر ځمکه توپیر کوي. دا سمه ده چې دغه لاملونه چې طالب استازو موږ ته یاد کړل د ډېرو ښوونځیو د تړلو او سوځولو لامل شوي خو دا هم یو حقیقت دی چې په ډېرو سیمو کې طالبانو ښوونځي سوځولي او یا یې هم تړلي دي. دا چې طالبان د ښوونځیو تړل او سوځول ناسم او د خپلې پالیسۍ خلاف ګڼي، سمه ده، خو پر ځمکه بیا واقعیت توپیر کوي. ګڼ داسې مثالونه شته چې طالبانو ښوونځي تړلي دي او یا یې سوځولي دي. ښوونځي ډېری په هغو سیمو کې تړلي او یا سوځېدلی دي چې طالبان په کې واکمن دي، نو طالبان څنګه له دغه مسوولیت څخه ځان خلاصولی شي.
موږ طالب استازو ته دا خبره هم وکړه دوی په ښوونځیو کې ناسمه مداخله کوي، بېلګې مو راوړې او دوی ته مو وویل چې دا کار ناسم دی. طالب استازو ومنله چې ځیني ستونزې شته او ژمنه یې وکړه چې دا ستونزې به خپل مشر او له نظامي کسانو سره شریکوي، تر څو د دغو ستونزو مخه ونیول شي.
طالب استازو دا خبره هم وکړه چې دوی د حکومت نوی تعلیمی نصاب کتلی، وړې ستونزې لري، خو د دوی په وینا، دا ستونزې دومره نه دي چې له مخې دې یې ښوونځي وتړل شي. دوی ژمنه وکړه چې له ښوونې او روزنې د ملاتړ په تړاو به یوه اعلامیه ورکوي.
زموږ بحثونه او خبرې بیا هم یوازې خبرې وې، دوی ژمنې وکړې وخت به ثابته کړي چې له دې وروسته طالبان له ښوونځیو او پوهنې سره څه ډول چلند کوي.