طالبان ولې ملکي وګړي وژني؟ درېیمه برخه

 
وسله وال طالبان تل له دې امله پړه بلل شوي چې ملکي وګړي وژني، دا وژنې ډېری وخت له دې امله وي چې وسله وال په داسې ځایونو کې بریدونه کوي چې هلته ملکي وګړي ژوند کوي، خو ملکي اهداف او ملکي افراد هم ډېر کله مخامخ په نښه کېږي.
یوناما تل د ملکي وګړو د سترې مرګ ژوبلې لامل وسله وال طالبان ګڼي، که څه هم زه د یوناما په شمېرو ډېر باور نه لرم، خو دلته یې د رپوټ یادونه کوم. یوناما وايي چې د ۲۰۱۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ټول ټال ۵۱۶۶ کسانو ته تلفات اوښتي چې له دې ډلې ۱۶۰۱ کسان وژل شوي او پاتې ټپیان دي.
رپوټ وايي چې د سږ کال شپږو میاشتو کې په وژل شوو کې ۳۸۸ ماشومان او ۱۳۰ ښځې هم شامل دي او ۱۱۲۱ ماشومان ټپیان شوي. ملګرو ملتونو ویلي، د افغانستان د دولت مخالفین د ۶۰ سلنه ولسي مرګ ژوبلې او د دولت ملاتړي ځواکونه د ۲۳ سلنه تلفاتو مسوول دي. ۱۳ سلنه نور د دواړو لورو ګډو جګړو کې وژل شوي او پاتې ۴ سلنه د ناچاوده توکو تلفات دي.
ما او زموږ ملګرو د ملکي مرګ ژوبلې په تړاو له طالبانو مخامخ پوښتنې وکړې، ما طالب استازو ته د دوی له خوا د ملکي مرګ ژولې بېلګې راوړې. لومړی بېلګه چې د مخامخ وژنې وه، ډېره دردوونکې ده. پر موټرسایکل سپرو مخ پټو وسله والو په مسهي ولسوالۍ کې د واده موټرونه ودرول، زوم او د زوم دوه وروڼه یې د ناوې مخ ته وویشل او همداسې ولاړل. زوم او یو ورور یې شهیدان شول، خو یو ورور په زخمي حالت کې روغتون ته یووړل شو. شهیدان شوي د پوهنې وزارت ملکي کارکوونکي وو چې یو یې ليسانس او بل یې د ماسټرۍ په کچه زده کړې درلودې. بله بېلګه په بلخ کې د جرمني پر قونسلګرۍ برید و چې په پراخه کچه ملکي وګړو ته ځاني او مالي زیان په واوښت. دواړه پېښې تازه وې؛ ځکه ما همدغه پېښې یادې کړې.
د قطر د دفتر غړو په لومړۍ پېښه کې لاس لرل رد کړل او ویې ویل چې زموږ معلومات ښيي چې دا پېښه د شخصي دښمنۍ له امله وه او موږ په کې هېڅ ډول لاس نه لرو. د جرمني پر قونسلګرۍ برید یې ومانه او ویې ویل چې دا یې په کندوز کې د بهرنیو ځواکونو له خوا د ملکي وګړو د وژنې په غبرګون کې کړی و. دا چې ولې یې د ملکي وګړو په ګڼه ګوڼه کې دا ډول برید وکړ، هېڅ جرمني ته په کې زیان وانه وښت، خو ملکي وګړي په کې زیانمن شول، دوی واضح ځواب نه درلود. د ملکي وګړو د وژنې په اړه زموږ بحث جدي، توند او د قطر د استازو لپاره زړه ننګوونکی و.
د ملکي وګړو د وژنې په تړاو د طالب استازو استدلال په څو برخو وېشلی شو:
لومړی: دوی د ملکي وګړو له قصدي وژنو یو مخ انکار کاوه او ټینګار یې کاوه چې دوی ملکي وګړي مخامخ او په قصدي ډول نه وژني. دوی ویل چې د ملکي وګړو د وژنې په اړه یو کمېسیون لري او هغه طالبان چې ملکي وګړي ووژني، دغه کمېسیون جزا ورکوي. دوی ویل چې په لغمان کې خپل یو مهم قوماندان چې ان امریکايي ځواکونه یې وژلي وو، دوی د ملکي وګړو د وژنې له امله اعدام کړ. طالب استازو ټینګار کاوه چې د ملکي وګړو ژوند ورته مهم دی او د ملکي وګړو خوندیتوب یې اصول او پالیسي ده.
زموږ استدلال دا و چې ستاسي اصول او پر ځمکه واقعیت توپیر کوي. موږ ټینګار وکړ چې وسله وال طالبان په ډېرو ځایونو کې د ملکي وګړو ژوند ته پام نه کوي. په قصدي او شعوري ډول ملکي وګړي وژني او له دوی څخه د پوښتنې هېڅوک نشته.
دویم: جګړه ده، په جګړه کې تېروتنې او سرغړونې وي، طالب استازو ومنله چې کله کله به یې جنګیالي اصول تر پښو لاندې کوي او ملکي وګړي به وژني، خو دا هېڅکله د دوی پالیسي نه ده. خبره دلته بیا پر ځمکه د واقعیت او پالیسۍ تر منځ د توپیر ده. دا سمه ده چې په جګړه کې تېروتنې وي، بیا چې کله جګړه په ښارونو او کلو کې وي، نو تېروتنې په کې زیاتې وي. موږ طالبانو ته وویل چې موږ د تېروتنو خبره نه کوو، بلکې موږ د قصدي او شعوري وژنو خبره کوي چې له بده مرغه د افغانستان په لویه برخه کې وسله وال طالبان ملکي وګړي وژني.
درېیم: وسله والو طالبانو ویل چې ډېری وخت ملکي وګړي استخباراتي کړۍ زموږ د بدنامولو لپاره وژني. دوی وویل چې ډېری وخت دا ډول وژنې ګونګې وي او زموږ څېړنې یې هم اصلي قاتلین نه شي معلومولی؛ له همدې امله دغه وژنې استخباراتي کړۍ زموږ د بدنامولو لپاره کوي، له دې امله چې طالبانو د پټو استخباراتي کړیو بحث مطرح کړ، زموږ لپاره چې له استخباراتي لوبو لرې وو، د ویلو لپاره څه نه وي. له همدې امله مو دا استدلال نه رد کړ او نه مو تایید کړ.
څلورم: په عامه ځایونو کې د بریدونو له امله ملکي وګړو ته پراخه مرګ ژوبله اوړي. وسله والو طالبانو ومنله چې په ځینو دغه ډول بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي. د طالبانو ټینګار کاوه چې عام خلک دې هغو ځایونو ته نه نږدې کېږي چې زموږ هدفونه دي او ویل یې چې په دې تړاو یې خلکو ته خبرداری هم ورکړی دی. زموږ ټینګار بیا پر دې و چې دا چاره تر ډېره ناشونې ده، نو په کار ده چې د خلکو د لرې ساتلو پر ځای وسله وال طالبان په دغه ډول ځایونو کې بریدونه ونه کړي.
پنځم: وسله والو طالبانو د ملکي مرګ ژوبلې په اړه د یوناما او داسې نورو بنسټونو رپوټونه هم یو اړخیز ګڼل او ویل یې چې دا رپوټونه له واقعیتونو سره سمون نه خوري.
رښتیا هم د یوناما رپوټونو کې ډېر وخت لویې ستونزې وې، په ځانګړي ډول د بهرنیو ځواکونو له خوا د ملکي وګړو وژنې پټوي او په دې اړه ډېر څه نه وايي. له دې ټولو سره سره دا یو واقعیت دی چې وسله وال طالبان ملکي وګړي وژني او په دې اړه لا هم د طالبانو له خوا اغېزمن ګامونه نه دي اخیستل شوي.
زموږ د دغه بحث یوه ګټه دا وه چې وسله والو طالبانو له یوه اړخه ځیني خپلې ستونزې ومنلې او ژمنه یې وکړه چې له خپلو نظامي مشرانو سره له شریکولو وروسته به د ملکیانو ژوند ته جدي پام کوي.
یوه بله لاسته راوړنه دا وه چې د ملکي وګړو د وژنې پر مهال وسله والو طالبانو له ناپېیلو څېړنو سره د مرستو ژمنه وکړه او په دې برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
په هر حال؛ وخت به ثابته کړي چې وسله وال طالبان د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په مخنیوي کې عملي ګامونه اخلي او که نه.
نور بیا...