پاکستان د ډاکټر شکیل اپریدي پر سر له امریکا سره معامله کوي

د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو چارو ځانګړی سلاکار طارق فاطمي وایي، پاکستان د ډاکټر شکيل افريدي د مسئلې په اړه د امریکا د متحده ایالاتو له حکومت سره خبرو ته چمتو دی.
شکيل افريدي په ٢٠١١ کال کې د امریکا له استخباراتي ادارې سي، ای، اې سره د مرستې په مقصد د پاکستان په ايبټ اباد ښار کې د القاعده شبکې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن د ځای ځایګي د معلومولو لپاره د واکسینونو جعلي کمپاین پیل کړی و.
وروسته بیا د امریکا له استخباراتي ادارې سره د مرستې په تور د پاکستاني ځواکونو له لوري ونیول شو.
شکیل افریدی هېواد ته د خیانت په تور ه ٣٣ کاله بند محکوم شوی دی. د امریکا د متحده ایالتونو چارواکو د ډاکتر اپریدي پر وړاندې د پاکستان چلند غیر منصفانه او بې ځایه گڼلی دی او په وار وار یې د هغه د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.