د امریکا متحده ایالتونو حکومت د داعش ډلې د مشر ابوبکرالبغدادي د نیولو یا د هغه د مجرم پېژندو په تړاو د هر ډول ګټورو معلوماتو د ورکړې پر سر جایزه دوه برابره کړې ده.
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت دا جایزه ۲۵ میلیونو ډالرو ته پورته کړې ده.
په ۲۰۱۱ کال اکتوبر میاشت کې د بغدادي د نیولو لپاره دا جایزه ۱۰ میلیونه ډالره وه.
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په همدې باب په یوه بیان کې لیکلي چې د البغدادي تر مشرۍ لاندې زرګونه کسان چې په کې د جاپاني، برېټانوي او امریکايي اسیرانو ظالمانه وژنه شامله ده په منځني ختیځ کې په وروستیو کلونو له منځه وړي دي.
البغدادي چې په خټه عراقی دی اصلي نوم یې ابراهیم السماري دی او خپل ځان له دوو کلونو راهیسې د اسلامي دولت ډلې یا داعش خلیفه بولي. پلویان یې هغه ته خلیفه ابراهیم وايي.
که څه هم د ابوبکرالبغدادي د هستوګنې دقیق ځای نه دی معلوم، خو د رپوټونو له مخې کېدای شي د عراق په موصل یا هم د سوريې په غربي پولو کې چېرته وي.
عراقي چارواکي باوري دي چې په موصل کې د عملیاتو په تشدید سره البغدادي او نور ملګري یې دې ته اړ شوي چې له سیمې ووځي او د ځان د پټولو ځای ولټوي.
وروستي