د لویانو فکرونه او ویناوې/ «شپږمه برخه»

دا مو خپل فکرونه دي، چې موږ خوښ، شتمن، بېوزله، نېکمرغه او بدمرغه کوي.
«ادموند اسپنسر»
کله، چې یوازې یم باید د خپلو فکرونو خیال وساتم.
«مادام دواستال»
کوم کسان، چې له غوره فکرونو او انګېرنو څخه بې برخې وي، نو په ښکلو لفظونو او فريب ورکوونکو خبرونو خپلې نیمګړتیاوې پټوي.
«ګوټه»
کلیمې مو پر احساساتو او فکرونو اغېزه کوي، فکرونه مو پر خبرو او احساس باندې اغېزه او احساسات مو هم همدارنګه پر خبرو او فکر باندې اغېزه کوي.
«اندرو ماتیوس»
هر څه، چې یاست دا مو د خپلو فکرونو پایله ده.
«واین دایر»
غوره فکرونه په تیاره کوټه کې د سپوږمۍ د رڼا په څېر دي، خو په دې شرط، چې ور او کړکۍ بند نه کړو او پردې کارته کښ نه کړو.
«ترومن پیل»
ستاسو مغز د هغې ژرندې په څېر دي، چې هر څه ور واچوئ همغه څه په لاس درکوي او که چېرې غوره فکرونه ور واچوئ ثمره یا پایله به یې تر لاسه کړئ.
«ادموند اسپنسر»
د ښه او بد په نوم هېڅ څیز شتون نه لري دا فکرونه دي، چې هغه ښه او بد کوي.
«کریستوفر مارلو»
شتمني مو په خپلو فکرونو لوړېږي.
«ګوتاما بودا»
لویان هغه دي، چې خپل هغه حالت، چې په کې شتون لري له هر مادي ځواک څخه پیاوړی بولي او په دې باور دي، چې فکرونه په ټوله نړۍ حکومت کولای شي.
«ویلیام جیمز»
د ژوند جوړول په فکرونو پورې اړه لري، یعنې که چېرې د چا ژوند جوړ وي دا د دوی د فکرونو پایله ده.
«مارک اورل»
زموږ پوښتنې زموږ فکرونه جوړوي.
«آنتوني رابینز»
مه پرېږدئ ترڅو ژبه مو د فکرونو له بیانولو څخه ولوېږي.
«شیلون»
محمداکبر حقملM Akbar Haqmal